د لاس رسي وړ اتصالات

په اندونیزیا کې د اورګاډي په ټکر کې 36 کسان مړه شویدي


په اندونیزیا کې د اورګاډي په ټکر کې 36 کسان مړه شویدي
په اندونیزیا کې د اورګاډي په ټکر کې 36 کسان مړه شویدي

د اندونیزیا چارواکو د هغه ملک د جاوا په ټاپو کي د اورګاډي په ټکر کي د وژل سوو کسانو شمیر ٣٦ تنه وښود او ویې ویل چی په دې پېښه کی په لسگونو تنه نور سخت زخمي شوي هم دي.

پولیس وایی چی د مسافرو یو اورګاډی چی د پایتخت جاکارتا نه( سورابایا ) ته روان و نن د شنبې په ورځ سهار وختي د مرکزي جاوا د ولایت د ( پیتا روکان ) په ښارکي د یوه اورگاډي سره چی پر خپل ځای ولاړو، ټکر وکړ.

په محلي تلویزینونو کي د اورګاډي څو ډبې ښودل شوي چی پر دا بل مخ را اوښتي او ټولي تباه شوي دي. په دغو دواړو اورګاډو کي په سلگونو خلک وو.

عیني شاهدانو محلي خبري سټیشنونو ته وویل چی د ټکر په وخت زیاتره مسافر ویده وو.

چارواکي وایي چی د لومړنیو تحقیقاتو نه داسي ښکاري چی ددې پېښي اصلي علت انساني غلطي وه.

XS
SM
MD
LG