د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا منصور او ملاعمر پلویانو ترمنځ هرات کې نښته شوې


د هرات ولایت دشینډنډ د ولسوالۍ د زیرکو سیمه د پخوا راهیسې د طالبانو ترنفوذ لاندې سیمه ده او په کې فعال حضور لري
د هرات ولایت دشینډنډ د ولسوالۍ د زیرکو سیمه د پخوا راهیسې د طالبانو ترنفوذ لاندې سیمه ده او په کې فعال حضور لري

د هرات په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي چې د تیرې ورځې راهیسې د دغه ولایت د شنیدڼد په ولسوالۍ کې د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور او ملا محمدعمراخوند د پلوي جنګیالیو ترمنځ نښته شوې چې په ترڅ کې د ملا عبداصمد په نوم د ملا عمر پلوي طالب قوماندان د خپلو دوه سرګروپانو سره وژل شوی دی.

د افغان پوځ ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال تاج محمد جاهد امریکا غږ ته وویل چې جګړه تیره ورځ د شینډنډ د ولسوالۍ د زیرکو په سیمه کې د ملا ننګیالي او ملا عبداصمد د وسله والو ترمنځ پیل شوې چې تر تیر ماښام پورې یې دوام درلود.

جنرال جاهد وویل " نښته تیره ورځ د ملا ننګیالي او ملا عبداصمد ترمنځ پیل شوه او ترماښام یې دوام درلود، په نښته کې مرګ ژوبله هم پیښه شوې ده اوس د دواړو ډلو جنګیالي یو بل ته په سنګر کې ناست دي ".

جنرال جاهد وویل چې په دغه نښته کې قوماندان عبدالصمد د خپلو دوه سرګروپانو سره وژل شوی دي.

د ظفر قول ارړدو قوماندان وویل چې ملا عبدالصمد د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند پلوی وو او ملا ننګیالی د طالبانو د نوي مشر ملا اخترمحمد منصور پلوي دي.

هغه وویل چې په دغه نښته کې د دواړو خواو څخه پنځه تنه وسله وال ټپیان شوي هم دي.

خو د هرات ولایت د والي د ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې په دغه نښته کې د وژل شوو کسانو شمیر درې تنه ښودلی دی او ویلي دي چې په جګړه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د هرات د والي دفتر په دغه بیان کې ویلي چې د ملا عبدالصمد سره وژل شوې درې کسان د هغه سرګروپان وو.

همداشان دا بیان وایي چې شپږ ټپیان د ملا ننګیالي وسله وال دي.

د هرات ولایت دفتر وایي چې د ملاعبدالصمد د وژل کیدو وروسته اوس د هغه ورور ملا نورالدین د ملا ننګیالي سره په جګړه بوخت دی.

طالبانو تراوسه ددغو نښتو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د طالبانو دپخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر د خپریدو وروسته د افغانستان په ځینو برخو کې د طالبانو په لیکو کې د اختلافونو د رامنځ ته کیدو په باب خبرونه ورکول کیږي خو طالبانو پخپله دغه ډول خبرونه لا تراوسه نه دي تائید کړي.

XS
SM
MD
LG