د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر اوباما د لوړې مراسمو ته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي


ویل کېږي چې د آمریکا د ولسمشر بارک اوباما د لوړې په مراسمو کې به د نیم میلیون څخه زیات کسان د آمریکا د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ په غټې میدانۍ کې چې د نشنل مال په نامه یادیږي راغونډ شي. څلور کاله مخکي د ولسمشر بارک اوباما د لومړۍ دورې د لوړې په مراسمو کې یو نیم میلیون خلګو ګډون کړی وو. خو د سږ کال مراسم هم ځیني امنیتي ننګونې لري.

لکه څنګه چې تاسو وویله ولسمشر اوباما به د دویمې دورې لپاره د امریکا د ولسمشرۍ دپاره د امریکا اساسي قانون ته د وفادارې لوړه وکړي. ټاکل شوې چې ولسمشر به دوه ځلي لوړه وکړي. لومړۍ ځل به یې سبا د یکشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې وي چې د اساسي قانون مکلفیت پرځای سي ځکه چې د اساسي قانون پر اساس ولسمشر باید د ټاکل کیدو وروسته د جنورۍ پر ۲۰ لوړه وکړي. خو د یکشنبې په ورځ په آمریکا کې رخصتي ده نو ولسمشر به د دوشنبې په ورځ هم په کانګرس کې د آمریکا د ولس د مشر په توګه د څلورو نورو کلونو دپاره د وفادارۍ لوړې وکړي. د لوړې د مراسمو دپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. جالبه موضوع دا ده چې د ډي سي د اوسیدونکو د ورځنیز ژوند او د امنیتي تدابیرو ترمنځ ډیره ښه توازن مراعت شوی دی چې نه خلګ په غذاب سي او نه هم امنیتي ستونزې رامنځ ته شي چې دا د امنیتي لحاظه یو ستونزمن کار ګڼل کېږي.

د ولسمشر د لوړې مراسم ډیر تشریفاتي دي. په دغو مراسمو کې کورني او بهرني لوړ پوړي شخصیتونه برخه اخلي. ولسمشر د سپینې ماڼۍ څخه د خلګو په بیرو بار کې د کانګرس ماڼۍ ته راځي او بیا د کانګرس څخه بیرته سپینې ماڼۍ ته ځي. دغه ټوله لړۍ یو لړ امنیتي ننګونې هم لري.

جیسیکا زوکرمن د امریکا د هیریتج فونډیش په تحقیقاتي مرکز کې د ملي امنیت د چارو ماهره ده هغه داسي وايي: ،،دغه مراسم په یوې ډیرې لویې سیمې کې ترسره کېږي. زما هدف په پایتخت ډي سي کې د لوړې د مراسمو رسم ګذشت دی او د ولسمشر د وفادارۍ تحلیف دی. امنیتي کسان هڅه کوي چې دغه سیمه هم خوندي وي او هم د خلګو په روزمره کاروبار کې سکته ګي وارده نسي.،،

د یادونې وړ ده چې امنیتي کسان د ولسمشر د لوړې د مراسمو پر امنیتي پلان باندې د یوه کال نه زیات وخت کېږي چې کار کوي. د سکریټ سرویس یا مخفي ځواکونه چې د ولسمشر اوباما د ساتنې ورځنیز مسولیت لري د مراسمو د امنیت مشري په غاړه لري او ورسره به ۸۰ نورې فیدارلي او ایالالتي امنیتي ادارې هم همکاري کوي.
دوي به د خلګو په ګڼه ګوڼه کې، د ودانیوو پر سر او په هوا کې وضیعت څاري.

جسیکا زوکرمن بیا داسي وايي: ،،دوي په سیمه کې غیر معمول حرکاتو ته متوجې وي. دوي هماغه دود پلي کوي چې وايي که څه شکمن وي باید په هکله یې اقدام وسي. دوي به هر هغه څه څاري چې غیر عادي او معمول ښکاري او ګواښ پېښولای شي.،،

د لوړې د مراسمو لپاره د امریکا د ملي ګارډ د قطعې څخه هم ۶ زره قواووې د واشنګټن ډي سي د پولیسو سره یوځای شوي دي چې په سیمه کې د خلګو او ترافیک په اداره کې مرسته وکړي.

د لوړې د مراسمو د کنټرول دپاره د سوق و ادارې یو مرکز جوړ شوی دی چې د واشنګټن دباندي په یوه نامعلوم ځای کی دی. امنیتي چارواکي وايي چې دوي د ترهګرۍ او ډله ایزو وسلو د خطر نه شروع د یوه انفرادي کس د هڅې پوري چې مراسم ګډوډ کړي، په پام کې نیولي دي او پر اساس یې چمتوالی نیولی دی.

د دوشنبې ورځ چې د ولسمشر اوباما د لوړې کولو رسمي ورځ ده د مدني حقوقو او آزادیوو د ستر شخصیت ډاکټر مارتین لوټر کینګ د زېږیدو ورځ هم ده. ولسمشر اوباما به په دغو مراسمو کې پر دوو انجیلو مقدسو کتابونو باندې لاس کښېږدي او د لوړې مراسم به اجرا کړي. یو انجیل د آمریکا د پخواني ولسمشر ابراهم لینکن دی او بل انجیل هم د ډاکټر مارتین لوټر کینګ دی.
XS
SM
MD
LG