د لاس رسي وړ اتصالات

میټا: 'تخنیکي ستونزه' د فیسبوک او انسټاګرام د بندېدو لامل شوې وه


نږدې دوه ساعته وروسته له هغه چې کاروونکو د فیسبوک او انسټاګرام د بندېدو راپور ورکړ، ددغه ټولنیزو شبکو فعالیت دوباره پیل شوی دی.

د ټولنیزو شبکو د فعالیت د څار وبسایټ (downdetector.com) د معلوماتو له مخې، تر ۳۵۰ زرو ډیرو کسانو د فیسبوک او انسټاګرام خدماتو ته د لاسرسي نه لرلو خبر ورکړی و.

دغو ټولنیزو شبکو ته د امریکا غږ په ګډون د ګڼو مطبوعاتي ادارو لاسرسی هم پرې شوی و.

ځینو کسانو ویلي چې په اروپایي او د جنوبي اسیا په هېوادونو کې هم فیسبوک او انسټاګرام ته لاسرسی نه کېده.

د فیسبوک او انسټاګرام د مالک میټا شرکت ویاند انډي سټون په ایکس (ټویټر) کې دغه اجتماعي شبکو ته د کاروونکو د لاسرسي د پرې کېدو لامل "تخنیکي ستونزه" بللې ده.

سټون ددغه ستونزې د پېښېدو په وجه د فیسبوک او انسټاګرام له کاروونکو بخښنه غوښتې ده.

په ۲۰۲۱ کې هم د فیسبوک، انسټاګرام او وټساپ خدمات د څو ساعتونو دپاره بند شوي وواو هغه مهال یې هم لامل په شبکه کې تخنیکي ستونزه ښودل شوې وه شوې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG