د لاس رسي وړ اتصالات

وسلوالو د ترینکوت، ګیزاب او دایکندي ترمنځ لاره تړلې ده


کابل کندهار لویه لاره (ارشیف)
کابل کندهار لویه لاره (ارشیف)

وسله والو مخالفینو له لسو ورځو راهیسې د ترینکوت، ګیزاب او دایکندي لویه لاره د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړلی ده خو د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکا غږ ته وویل چي د هغه ولایت امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د لارې د بیا پرانیستلو لپاره پوځي عملیات ترسره کړي.

ښاغلي نایاب وویل"د ګیزاب ولسوالي په لسګونه اوسیدونکې دا مهال خپل ناروغان د ژمي په یخه هوا کې د مخالفینو د بي رحمانه عمل له کبله د سړک غاړې ته تم کړي ترڅو د دوی د ناروغانو پر مخ لار خلاصه او مرکز ترینکوت ته ئي انتقال کړي خو د قومي مشرانو د هڅو سره سره لا هم په دي کار بریالي شوي نه دي، زموږ دوهم انتخاب نظامي عملیات دي چي ژر به پیل شي".

د دغې لارې د بندیدو له امله د ګیزاب ولسوالۍ اوسیدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ګیزاب ولسوالۍ په مرکز کې د خوراکي او اړینو توکو بيې څو برابره لوړې شوي دي

د ګیزاب ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو له امریکا غږ سره په خبرو کې افغان چارواکي په بې غورۍ تورن کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د لارې د پرانیستلو لپاره ژر اقدام وکړي او د هغوی ژوند وژغوري.

‌د سیمې یو شمیر اوسیدونکو وویل" یو من غنم په ۳ سوه شوی ، چای بوره او نوز ضروریات مو لا پریږده ، ناروغان مو د سترګو په وړاندي یا مري یا هم له درد کړېږي ، ولایتي اداره مرکزي حکومت دادی څو ورځی تیري شوې چي هیڅ پام زموږ دې مشکل ته نه کوي ، یو وار خو ۳ میاشتي را باندي جنګ وو اوس چي هغه جنګ پایته رسیدلی دادی لار يې را باندي تړلې".

سیمه ايز اوسیدونکي وايي چې د دولت له لورې د وسله والو طالبانو پر مخ د خلج لار چې هغوی د بریدونو لپاره کاروله تړلې، چې په غبرګون کې بیا وسله والو طالبانو د ترینکوټ – ګیزاب او دایکندي لار د هر ډول تګ راتګ په مخ بنده کړه

د افغانستان په سویل کې د بشري حقونو سیمه ايز دفتر چارواکو هم د لوې لارې پر بندولو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ولسي وګړو ته زیان رسول له جګړه ایزو قوانینو څخه سرغړونه ده.

که څه هم تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو پر دغو لارو وسله والو طالبانو تل دولتي کارکونکي او د هغوی همکاران په نښه کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG