د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د اروزگان په گیزاب کې ۱۲ امنیتي پوستې نیولي


له تیرې یوې میاشتې راهیسې د اروزګان په یو شمیر ولسوالیو د وسله والو مخالفینو له خوا پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه روان دي.
له تیرې یوې میاشتې راهیسې د اروزګان په یو شمیر ولسوالیو د وسله والو مخالفینو له خوا پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه روان دي.

د اروزګان ولایتي چارواکي وایي چې مخالفو وسله والو ددغه ولایت د ګیزاب په ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو سره د جکړې وروسته دولس امنیتي پوستې نیولي دي.

د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوال حاجي عبدالله خان امریکا غږ ته وویل چې په دغو دولس ورځو جګړو کې مخالف وسله والو د ګیزاب ولسوالۍ د مرکز په لور پرمختګ کړی او اوس د دواړو لورو ترمنځ جګړه د ولسوالۍ دوه کیلو مترې ته رسیدلې ده.

عبدالله خان وویل چې جګړه له تیر ماښام راهیسي سخته شوې اوپه سیمه کې میشت افغان امنیتي ځواکونه د مخالفو وسله والو تر محاصرې لاندې راغلي دي.

حاجي عبدالله خان وویل چې که چیرې په دغه ولسوالۍ کې افغان امنیتي ځواکونو ته په چټکه توګه پوځي ملاتړ و نه رسیږي نو ددې اندیښنه شته چې ممکن د ګیزاب ولسوالۍ د مخالفو وسله والو لاسو ته ورشي.

د ګیزاب ولسوال وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ په دغه جګړه کې چې د تیرو دوو اونیو راپه دیخوا په روانه جګړه کې تر اوسه دولس د افغان حکومت مخالف وسله وال اوڅلور سیمه ایز پولیس وژل شوي دي

خو د اروزګان ولایت د امنیت امر سمونوال رحیم الله خان امریکا غږ ته وویل چې په ګیزاب ولسوالۍ کې پوليسو له خپلو پوستو تکتیکي شاتګ کړی دی.

خو سمونوال رحیم الله خان وايي چې دوی د پوځ له ځانګړو ځواکونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د اروزګان د امنیت امر وايي چي پوليس همدا اوس د دهراود او خاص اروزګان په ولسوالیو کې د نویو پوستو د ځای پر ځای کولو او د مخالفو وسله والو څخه د سیمې د پاکولو په عملیاتو بوخت دي.

همداشان سمونوال رحیم الله خان وایي چې دوی په ګیزاب کي د لارو د تړل کیدو له کبله د افغان هوايي ځواک او ځانګړو پوځونو څخه د مرستې غوښتنه کړې ده .

د اروزګان ولایت د امنیا امر دا هم وویل چې د تیرو دریو ورځو راهیسې د ترینکوټ – ګیزاب لاره د ماینونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

سمونوال رحیم الله خان وایي چې د دولت وسله والو مخالفینو له نورو سیمو څخه وسله وال د جکړې لپاره دغې سیمې ته راوستي دي.

له تیرې یوې میاشتې راهیسې د اروزګان په چینارتو ، شهید حساس ، دهراود او ځینو نورو سیمو کي د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه شوي ، خو چارواکي وايي چې د نظامي عملیاتو په پایله کې اوس دغه سیمې له لوړ ګواښ څخه ژغورل شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG