د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو مخالفانو په بغلان کې د پولیسو یو مرکز نیولی


د نږدې دوو میاشتو را په دیخوا مخالفو وسله والو د بغلان په ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو عملیات پیل کړي دي
د نږدې دوو میاشتو را په دیخوا مخالفو وسله والو د بغلان په ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو عملیات پیل کړي دي

د بغلان د دهنه غوري په سیمه کې د پولیسو یو مرکز وسله والو طالبانو وروسته له هغې ونیوه چې له تیرو دوه ورځو راپه دیخوا یې تر محاصرې لاندې نیولی و.

د بغلان د امنیې قوماندان عبدالجبار پردلي وایې چې تیره ورځ د پولیسو دغه مرکز د مخالفو وسله والو له خوا محاصره شوې و چې له مرکز څخه د کومکي قواو په راتګ سره له محاصره شوي بیز څخه پولیس روغ رمټ راویستل شول.

پردلي زیاته کړه چې د پولیسو دغه مرکز چې په یوده دښته کې د یوې غونډۍ پر سر و، اوس د طالبانو په واک کې دی، هغه وویل چې په دغه جګړه کې د مخالفو وسله والو ۷ تنه وسله وال وژل شوي او تر دې یې زیات کسان ټپیان شوي دي.

پردلي وایې چې په جګړه کې ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي خو ځاني تلفات نه لري.

د بغلان د امنیې قوماندان وویل چې اوس په سیمه کې جګړه نشته، خو دې خپله د پولیسو د روحيې د لوړولو په خاطر په سیمه کې دی او جګړه په خپله رهبري کوي.

د بلې خوا د بغلان د ولایت په ګاونډ کې په کندوز کې یو وسله وال طالب خپل شپږ ملګري وژلي او د ملي اردو له ځواکونو سره یو ځای شوی دی.

په کندوز کې د دویمې پلې لواء له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د لطیف په نامه یو تن وسله وال طالب پرون مازیګر خپل شپږ تنه ملګري وژلي او د ملي اردو له ځواکونو سره یو ځای شوی دی.

اعلامیه زیاتوي چې لطیف د امام صاحب په ولسوالۍ کې د مخالفینو په لیکو کې د دولتي قواو پر خلاف جګړه کوله، اعلامیه لیکي چې د لطیف نومي وسله وال له خوا ددغې ولسوالۍ د دیوانه قشلاق د سیمې یو طالب سرګروپ چې بازمحمد نومیده هم وژل شوی او د هغوي له دری میله وسلې سره د ملي اردو ځواکونو ته راغلی دی.

په کندوزکې د دویمې پلې لواء مطبوعاتي مسول جګړن غلام حضرت وایې چې په کندوزکې هم د ملا عمر د مرګ له خبریدو وروسته د طالبانو تر منځ اختلافات زیات شوي دي.

هغه وایې چې د وسله وال طالب لطیف له خوا یې د خپلو شپږو ملګرو وژل هم د خپل منځیو سیاسي اختلافاتو نتیجه ده.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG