د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د برښنا د مزو بیرته نښلول وخت غواړي


تیرکال ژمی هم په سالنګ کې د برښنا په یوه پایه د واورو د یخ یوې ټوټې د لګیدو له څو اونۍ کابل ته د وارداتي برښنا مزي پرې شوي وو.
تیرکال ژمی هم په سالنګ کې د برښنا په یوه پایه د واورو د یخ یوې ټوټې د لګیدو له څو اونۍ کابل ته د وارداتي برښنا مزي پرې شوي وو.

د افغانستان د بریښنا موسسې د سوداګرۍ د څانګې مشر میرویس عالمي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې تیره ورځ مازدیګر ۵ بجې د افغان حکومت مخالفو وسله والو د بغلان ولایت په ډنډ غوري ولسوالۍ په ډند شهاب الدین سیمه کې د بریښنا یوه پایه الوزولې ده.

هغه وویل چې د پایې د الوزولو له امله کابل ته له ازبکستان څخه د ۲۸۰ میګاواټ وارداتي بریښنا مزي هم پرې شوی دی چې ورسره د بریښنا موسسې په کابل کې د تیرې شپې راهیسې کابل ښاریانو ته د بریښنا د برابرولو په برخه کې پرچوۍ پیل کړي دي چې کیدای شي پکې نور زیاتوالی هم راشي.

خو طالبانو د برښنا د پایې ورانول رد کړي او حکومت یې د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورن کړی. طالبانو په یوې خبر پانۍ کې ویلي چې د برښنا دغه پایه د حکومتي ځواکونو په توغندیو وویشتل شوه او ولویده.

میرویس عالمي وویل "زموږ ټیمونه له دریو خواو کابل، مزار او بغلان څخه په پلخمري کې سره راټول شوي کله چې امنیتي ارګانونه ورته اجازه ورکړي په کار به پیل وکړي، خو لیدل کیږي چې اوس سیمه په ماینونو فرش شوې دي. رئیس جمهور هم په خپله په دې مسله کې مداخله کړې او امنیتي ارګانونو ته یې سپارښتنه کړې چې ژر ساحه له ماینونو څخه پاکه کړي".

د افغانستان د بریښنا موسسې دغه چارواکی وايي چې د کابل ترڅنګ د پروان، کاپیسا او جلال آباد په ښار کې هم د خلکو بریښنا پرې شوې ده.

هغه وویل چې د ژمي په موسم کې د کابل ښار په ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۰ میګاواټ بریښنا ته اړتیا لري چې زیاته برخه یې له همدغه پرې شوي لین په واسطه له ازبکستان وارداتي بریښنا نه برابریدله.

هغه وویل چې په اوس وخت کې کابل کې د بریښنا د برابرولو لپاره د حرارتي بریښنا ترڅنګ د ځینو نورو کورنیو منابع اخیستل کیږي چې له تاجکستان څخه په عاجله توګه کابل ته د ۱۰۰ میګاواټ‌ بریښنا هم پکې شامله ده.

ښاغلي عالمي وویل "موږ کوښښ کوو چې د مهمو ځایونو لکه شفاخانې او داسې نورو ادارو بریښنا قطع نشي، خو که د بریښنا پرچاوي دوام پیدا کړي نو موږ اړ یو چې حرارتي بریښنا ولګوو چې دا به موږ ته ډیر زیانونه پیښ کړي چې بیا زموږ تعرفه دومره نه ده چې بیا یې پوره کړو".

د بریښنا موسسې چارواکي وايي دا لومړی ځل دی چې په بغلان ولایت کې مخالفین د بریښنا ستنه نړولې ده، د دوی په وینا که چیرې د بریښنا دغه پرچاوي دوام پیدا کړي نو دوی به هره ورځ تر ۵ میلون افغانیو پورې زیان وویني.

د کابل د بریښنا موسسې چارواکي وايي د حرارتي بریښنا له کبله دوی هره ورځ اړ دي چې تر ۱۰۰۰۰۰ لیټر دیزل مصرف کړي ترڅو یوازې ۷۰ میګاواټ بریښنا تولید کړي چې دا په هیڅ‌ صورت په اوس وخت کې نه شي کولای د دوی اړتیاوې پوره کړي.

XS
SM
MD
LG