د لاس رسي وړ اتصالات

د کندوز د چاردرې په ولسوالۍ کې بیا جګړه شوې


که څه هم د سیمې خلک د کندوز په چاردره کې د مخالفو وسله والو د پرمختګ یادونه کوي خو امنیتي چارواکي یې نه تائیدوي.
که څه هم د سیمې خلک د کندوز په چاردره کې د مخالفو وسله والو د پرمختګ یادونه کوي خو امنیتي چارواکي یې نه تائیدوي.

د کندوز ولایت امنیتي چارواکي وایي چې د دوشنبې په مازیګر د چاردرې ولسوالۍ د قصاب په کلي کې د محلي پولیسو، نظم عامه، ملي پولیسو او وسله والو مخالفینو تر منځ سخته جګړه ونښته چې د نن تر سهاره پورې یې دوام وموند.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني امریکا غږ ته وویل چې له ۱۴ ساعته سختې جګړې وروسته ۷ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور يې ټپیان شوي دي.

هغه وايې چې پولیسو ته په جګړه کې زیان نه دی اوښتې. خو د سیمې یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ ته ویلي چې اوس مهال د چاردرې د سرک بالا سیمه کې یوازې د محلي پولیسو دوه پوستې پاتي دي.

په چاردرې ولسوالۍ کې یوې موثقې منبع چې له نوم اخیستو ډډه کوي امریکا غږ ته وویل چې د قریه قصاب په سیمه کې یوازې دوه امنیتي پوستې پاتي دي چې د دغې ولسوالۍ پر سیند د جرمني په مرسته د جوړ شوي پله ساتنه کوي.

دا منبع زیاتوي چې د ولسوالۍ له ودانۍ پرته نوره ټوله ولسوالي د مخالفو طالبانو په تصرف کې راغله.

منبع وایي چې له تیر مازیګر راپه دیخوا په جګړه کې ۵ محلي پولیس او ۸ د نظم عامه پولیس وژل شوي دي او د هغه په وینا له پولیسو څخه ۵ هاموی زرې وسایط هم طالبانو نیولي دي.

د کندوز د والي ویاند عبدالودود واحدي جګړه تاییدوي او وایې چې یوازې ۴ تنه پولیس په دغه جګړه کې ټپیان شوي دي.

په بدخشان کې د بهرنيو جنګیاليو وژل کیدل

د بلې خوا د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند لعل محمد احمدزی وایې چې د دوي لومړني راپورونه ښيي چې د جرم ولسوالۍ د خوستک سیمې د خول په نامه کلي کې د بدخشان لپاره د طالبانو والي ووژل شو.

هغه وایې چې تیره شپه د افغان قواو په دغو عملیاتو کې د اته تنو خارجي او پنځه تنه داخلي طالبانو د وژلو راپور دقیق دی خو د بدخشان لپاره د طالبانو د والي د وژنې په اړه په راپورونو کې لا شک شته دی او دې یې سمد لاسه نه شي تائیدولی.

احمدزی وایې چې د افغان امنیتي قواو له خوا هغه وخت د طالبانو پر پټنځای برید وشو چې د جګړې لپاره پر پلان جوړولو بوخت وو.

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاتوي چې د یمګان ولسوالي چې تقریبا یوه اونۍ وړاندې د طالبانو تر تصرف لاندې راغلی اوس پرې د کران و منجان او جرم ولسوالۍ له خوا عملیات پیل شوي دي، خو تر اوسه افغان ځواکونو یمګان بیرته نه ده تصرف کړې.

له بله پلوه د بدخشان د پولیسو ویاند وایې چې په دغه ولایت کې هغه درې تنه ماشومان نیول شوي دي چې طالبانو غوښتل په جګړه کې ترې استفاده وکړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG