د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا په وازیخواه ولسوالۍ کې جګړه سخته شوې


د پکتیکا ولایت د جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري
د پکتیکا ولایت د جنوبي وزیرستان سره ګډه پوله لري

د ځينو موثقو سرچينو په وينا پوره يوولس ورځ کېږي، چې د پکتيکا وازيخواه ولسوالي وسله والو طالبانو محاصره کړې او جګړه د ولسوالۍ مرکز ته پر حکومتي تاسيساتو رامحدوده شوې.

د پکتيکا د ولايتي شورا رئيس افسرخان سليمان خېل امريکاغږ ته وويل، وسله وال طالبان، چې په درنو او سپکو وسلو سمبال دي، د ولسوالۍ پرمقام، امنيه قوماندانۍ او د سرحدي پوليسو پرقرارګاه پرلپسې خپلو حملو ته دوام ورکوي.

ښاغلي سليمان خېل وویل ”بېګاه شپه په وازيخواه کې درنه جګړه تېره شوې او اوس هم روانه ده. د پاکستان لخوا بيخي زيات طالبان راغلي. درنې او سپکې وسلې هم له هغه لوري راځي. لس ورځې کېږي، چې د سيمې خلک په خپله جنګېږي‟.

د پکتيکا والي امين الله شارق دوې ورځې مخکې ويلي وو، چې وزيخواه ته يې د مرستندويه قووتونو په لېږلو سره وسله وال طالبان په شا تمبولي او د ولسوالۍ امنيتي وضعيت يې کنترول کړی دی.

مګر د سيمې اوسېدونکي او د ولايتي شورا رئيس ياده خبره ردوي.

دوی وايي، د ولسوالۍ لاره د ګواشتې نومي سيمه کې طالبانو تړلې، چې زياتره وخت ملکيانو ته هم پرې د تلو راتلو اجازه نه ورکوي.

”له حکومته مو غوښتنه ده، چې هلته دې قوي ځواکونه ورولېږي. تر اوسه يې هلته نه ځواکونه ورلېږلي او نه يې هم کافي اکمالات کړي. که دا کار وکړي، دا ستونزه حل کېږي. چارواکي بې غوري کوي‟.

په ځينو مواردو حکومتي مامورينو د دغې جګړې په اوږدو کې د يو شمېر افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړي، خو په مجموع کې د تلفاتو په اړه وروستي معلومات نشته.

د سيمې يو قومي مشر عبدالحی له امريکاغږ سره په خبرو کې د خپل سترګو ليدلي حالت بيانولو پرمهال ادعا وکړه، چې له طالبانو سره پاکستاني مليشه ځواکونه هم څنګ په څنګ د حکومت پرخلاف جنګېږي.

”اته موټرونه دي، چې غټه وسله پرې نصب شوې ده. په دې کې يو زيک ويک، دهشکې، هاوانونه، راکېټ او نورې درنې وسلې شاملې دي‟.

خو دا رپوټونه خپواکو سرچینو تائید کړي نه دي.

همداشان پاکستان د افغان حکږمت ومالفو وسله والو سره د مرستې په باب دغسې رپوټونه تل رد کړي دي.

وازيخواه د پکتيکا په جنوب کې پرته سرحدي ولسوالي ده. د سيمه والو اندېښنه دا ده، چې که دغه ولسوالي سقوط شي، ډېر احتمال لېدل کېږي، چې شاوخوا نورې ولسوالۍ هم د طالبانو لاسته ولوېږي.

په همدې حال کې د پکتيکا والي امين الله شارق هم امريکاغږ ته تاييد کړه، چې جګړه روانه ده، خو ويې ويل، چې سيمې ته يې د مرستندويه امنيتي ځواکونو او اکمالاتو د لېږلو په اړه جدي اقدامات کړي دي.

”بې له شکه جګړه روانه ده. طالبان نيت لري، چې دغه سيمه تر خپل واک لاندې راولي، خو په سيمه کې زموږ ځواکونو په پوره قوت سره هغوی ته ماتې ورکړې. د مرستې په اړه مو له مرکزي حکومت سره هم خبرې کړې دي. موږ هڅه کوو، چې طالبان له دغې سيمې وشړو‟.

په عين وخت کې طالبانو هم خبريالانو ته په يوه استول شوي تليفوني پيغام کې ويلي، چې د وازيخواه ولسوالۍ زياتره سيمې يې په خپله ولکه اخيستې او حکومتي سرتېرو ته يې درانه ځاني تلفات اړولي دي.

XS
SM
MD
LG