د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي کندز کې يې شپږ نیول شوي کسان وژلي


تر اوسه طالبانو د مسافرو د وژلو په باب د افغان امنیتي ادارو د چارواکو په څرګندونو تبصره نه ده کړې.
تر اوسه طالبانو د مسافرو د وژلو په باب د افغان امنیتي ادارو د چارواکو په څرګندونو تبصره نه ده کړې.

نن سه شنبه سهار وختي په ځايي وخت ۷ بجې وسله والو طالبانو د شنې تپې په سیمه کې د کابل کندز پر لویه لار تر ۱۵۰ پورې مساپر یرغمل کړي وو چې له ډلې څخه یې د چارواکو په وینا ۱۷ تنه وژلي دي او ۳۵ نور ورسره یرغمل پاتي دی.

د سیمې خلکو د یرغمل شویو کسانو له ډلې څخه د یو تن د وژلو شاهدي ورکوله او زیاتوي چې جسد یې د چاردرې سیند ته وراچولی دی.

د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې کیدای شي په دغو یرغمل شویو کسانو کې ځینې ترخیص شوي پولیس او دملي اردو سرتیري هم موجود وي خو لا هم دوي ته بشپړ معلومات نشته.

خو، طالبان وايي چې ۲۶ تنه افغان پولیس او ځانګړي ځواکونه نیولي، چې شپږ تنه یې وژلي دي. طالبانو په یوې اعلامیې کې ادعا کړې، چې نیول شوي کسان ملکیان نه دي.

تر دې دمخه د کندز ولایت مطبوعاتي دفتر یو تن مامور نعمت الله تیموري امریکا غږ ته ویلي وو، چې وسله والو له موټرو څخه ۳۰ تنه سپرلۍ یرغمل بیولي چې له جملې څخه یې څلور تنه وژلي دي. تیموري وايي چې یرغمل شوي مسافر د عمرخیلو یعقوب بای کلي ته بیول شوي دي.

د سیمې خلک وايي چې افغان ځواکونه اوس هم د شنې تپې د عمرخیلو په کلي کې دیته منتظر دي چې د طالبانو له خوا د وژل شویو کسانو جسدونه انتقال کړي.

د سیمې دغه اوسیدونکی چې له نوم اخیستو یې ډډه کوله ویل یې چې افغان ځواکونو وړې باروړونکې موټرې تیارې ودرولي اوطالبانو ته یې د پاتي جسدونو د انتقال په موخه یو شمیر سپین ږیري هم ورلیږلي دي.

هغه وايي چې په سیمه کې هیڅ ډول عملیات نه دي ترسره شوي.

د چاردرې د سرک بالا قریه قصاب یو تن اوسیدونکی سید امر وايي چې ددوي د کلي یو تن محلي پولیس هم په وژل شویو کې شامل دی.

چارواکي وايي چې دوي په سیمه کې د پاتي کسانو د خلاصو په موخه هوايي قواوې هم سیمې ته لیږلي دي، خو د سیمې اوسیدونکي وايي چې یو هیلوکپټر د کابل له خوا راغی او په هوايي ډګر کې کښیناست.

د چاردرې یو تن عیني شاهد چې د یرغمل شویو کسانو یو جسد یې په سیند کې لیدلی و وايي چې تر وسله وال طالبان اوس هم د یعقوب باي په کلي کې د یرغمل شویو کسانو په تحقیق بوخت دي، هغه کسان چې ددوي په نزد مجرم نه وي خوشې کیږي او تورن کسان وژل کیږي.

مسافر وړونکي بسونه د شپې ناوخته له کابل څخه کندوز ته را روانیږي د شپې یوه برخه په بغلان کې په دې خاطر دمه کوي چې په لاره کې یې وسله وال غله لوټ نه کړي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG