د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایۍ وکیله: قران کي ډېر څه شته چې د ښځو خوندیتوب څرګندوي


دا مدافع وکیله کیمبرلي ماتلي نومیږي او په افغانستان کې یي د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي پرضد قضیو کار کړې.
دا مدافع وکیله کیمبرلي ماتلي نومیږي او په افغانستان کې یي د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي پرضد قضیو کار کړې.

میرمن ماتلي په افغانستان، د جرمونو په نړیواله محکمه، متحده عرب اماراتو او د متحده ایالاتو په سترې محکمې کې د کار قانوني جواز لري. میرمن ماتلي د عدالت د پروژې په نوم یو نړیوال کمپاین چلوي او د افغانستان په کمزوري عدلي سیستم کې او په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د تشدد په قضیو کې د عمده ستونزو په اړه وایي چې اکثریت خلک د خپلو حقونو په اړه حقوقي سواد نلري، یعنی خپل حق او حقوق نه پیژني. میرمن ماتلي وایي، نو تاسی د داسی ښځو سره مخامخ کیږئ چې فکر کوي دولت یي باید محافظت وکړي خو په لازمي او دقیقه توګه نه پوهیږي چې دولت یي په قانوني توګه باید څه ډول ملاتړ او محافظت وکړي.

مدافع وکیله کیمبرلي ماتلي د فرخندې د دوېمې محکمې د پریکړو په اړه وویل پدې نه پوهیږي چې چا د استیناف غوښتنه کړې وه. ددی سربیره، پدې هم نه پوهیږي چې پولیس افسران چیرته وو. میرمن ماتلي وایي، دا باید د قاضیانو لخوا یو لیکل شوی بحث وی او هرچا دا لیدلې وې.

میرمن ماتلي وایي ګمان نه کوي چې څارنوالان دی هم محکمې ته حاضر شوي اوسي، او وایي که هغوئ نه وي حاضر شوي دا هم غیر قانوني عمل دی. ماتلي وایي د قرباني شخص کورنۍ هم حضور نه درلود یا یي ورته نه وو ویلي چې د دوېمې محکمې تر پای ته رسیدو پورې يي ګډون کړې وی. ماتلي وایي په دویمه محکمه کې اکثریت داسی خلک وو چې اصلي تورن کسان پکې مجازات نه شول.

میرمن ماتلي زیاته کړه "یوازنی دلیل چې ما په دویمه محکمه کې د کورنۍ استازیتوب ونه کړ دا و چې زه د حکومت لخوا مستقیمآ تر سخت فشار لاندې وم او کورنۍ هم مستقیم فشار راوړ چې لدې قضیې لاس واخلم، که ما به استازیتوب کړې وی."

کیمبرلي ماتلي په افغانستان کې د خپلو لاس ته راوړنو یادونه هم وکړه" زما د ویاړه ډکې شیبې په رښتیا هغه دي چې په خاص ډول مي د افغانانو استازیتوب کړې او داسی می وموندل څه چې ما ورته ښودلي وو، هغه یي زده کړي وو او د خپلې دفاع لپاره یي استدلال کولې شو."

میرمن ماتلي وایي یوه قضیه یي وګټله، خو په حقیقت کې د هغې بریا دا وه چې موکلین يي د خپلې دفاع لپاره دریدل او ویل یي چې په وړاندې یي دا باید ونشي او باید د خپلو حقونو لپاره حق ولري.

یوه بله مهمه پوښتنه چې د مدافع وکیلې میرمن ماتلي سره مطرح شوه هغه په افغانستان کې د اسلامي قانون او مدني قوانیونو ګډ تطبیق دی، ځکه ځینې وخت ځینې حقوق تر إسلامي قوانینو لاندې منع دي، خو په مدنې قانون کې حق ګڼل کیږي. مدافع وکیلې ماتلي وویل اسلامي قانون په افغانستان کې د افغان قوانیونو په شان یو قانون دی او وایي دا یو جریان دی او همداسې به دوام ولري.

میرمن ماتلي وایي په اصل کې په قران کریم کې ډیر داسې ډیر څه شته چې د ښځو خوندیتوب او حمایت څرګندوي.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG