د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شمیر ۳۰۰۰ ته رسیږي


جنرال نور الحق علومي وویل وایي چې اکثره دا بهرني جنګیالي په ژمي کې په شمالي ولایتونو کې دیره وو،
جنرال نور الحق علومي وویل وایي چې اکثره دا بهرني جنګیالي په ژمي کې په شمالي ولایتونو کې دیره وو،

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي وايي، د هغو بهرنیو جنګیالیو شمېر چې افغانستان ته ورغلي، له درېیو زرو یې شمېر لوړ ندی.

جنرال نورالحق علومي وویل دغه بهرني جنګیالي، ازبک، چینچن او تاجک دي، او غواړي، چې په افغانستان کې ځان ته خوندي ځای جوړ کړي او په ويناء یې د افغانستان د شمال او جنوب ترمنځ لاره پرانیزي.

جنرال نور الحق علومي وویل ‪"‬دا بهرني جنګیالي له مخکې په ژمي کې په شمال کې وو، دوی غواړي چې د ځان د بقاء لپاره وحشت او دهشت وکړي.‪"‬

د کورنیو چارو وزیر جنرال نورالحق علومي، چې تېره اوونۍ چین ته تللی وو، دا ډول نن په کابل کې خبریالانو ته د چینايي چارواکو سره د خبرو اترو په تړاوو وویل چې له چین سره یې د پولې په اوږدو کې د ترهګرۍ په ضد د جګړې لپاره تفاهم لیکونه هم لاسلیک کړي او ددغو تفاهم لیکونو په اساس به د ګډې پولې په اوږدو کې همکاري زیاتوي.

جنرال علومي وايي، له چینايي چارواکو سره یې د پولې د کنټرول په خاطر خبرې کړي او هغوی ورسره هوکړه کړې، چې د پولې د کنټرول لپاره به همکاري ورسره کوي.

د کورنیو چارو وزیر وویل چې د ترهګرۍ ګواښونه نه یوازې افغانستان ګواښي، بلکې ټوله سیمه ترې متضرره ده او ددې لپاره د افغانستان د ټولو ګاونډیانو په تېره بیا د چین مرستې اړینه ده.

که څه هم جنرال علومي مشخصا دې ته ځواب ور نه کړ، چې چین به څه ډول له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغان دولت مرسته کوي، خو وې ویل چې چین به افغانستان ته تخنیکي او تحصیلي اسانتیاووې برابرې کړي.

جنرال علومي وايي، چین هوکړه کړې، چې افغان پولیس او په ټوله کې به افغان امنیتي ځواکونه روزي، او ان د کورنیو چارو د وزارت د رهبرۍ په کچه به هم د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

د کورنیو چارو وزیر وویل‪"‬ چین به سږ کال افغان پولیس ته چې ۶۰ تنه به وي، د زده کړو او روزنې زمینه برابره کړي.‪"‬

د کورنیو چارو وزیر وايي، چین ورسره د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي په تړاوو هم د مرستو ژمنه کړې ده او پدې تړاوو یې هم تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.

د کورنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان د ملي یووالي د حکومت رهبري هڅه کوي، ترڅو افغان امنیتي ځواکونو ته د ملاتړ لپاره د سیمې د هیوادونو مرستې را جلب کړي.

XS
SM
MD
LG