د لاس رسي وړ اتصالات

خصوصي رسنۍ امنیتي، اقتصادي ستونزو سره مخ دي


د فبرورئ ۱۳ د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د راډیو د ورځې په توګه لمانځل کیږي.
د فبرورئ ۱۳ د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د راډیو د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

په افغانستان کې د څه باندې یوسل او اویا فعالو خصوصي راډیویي خپرونو اکثریت د اقتصادي او امنیتي ستونزو ترڅنګ د ښځینه کارکوونکو د نه شتون له ستونزې سره مخ دي.

د نۍ په نوم د ازادو رسنیو د ملاتړ یوې ادارې د راډیو د نړیړوالې ورځې د رارسیدلو په مناسبت په افغانستان کې د خصوصي راډیویي خپرونو د وضعیت په هکله یوه سروې کړې چې له مخې یې په دغه هیواد کې د ۱۷۵ خصوصي راډیویي خپرونو له ډلې ۷۵ فیصده یې د اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د نۍ د ازادو رسنیو د ملاتړ د ادارې د رسنیو د څارنې د څانګې رئیس صدیق الله توحیدي د دغې سروې په هکله خبریالانو ته د معلوماتو د ورکولو پر وخت د اقتصادي ستونزو وروسته امنیتي ستونزې ددغو رسنیو پر وړاندې د لویو ګواښونو په ډله کې یادې کړې.

ښاغلي توحیدي وویل "په تاسف سره په دې سروې کې زمونږ موندنې دا ښيي چې مالي ستونزې د افغانستان د سیمه ایزو راډیوي خپرونو ترټولو سترې ستونزې جوړوي، چې ددغو راډیوي خپرونو څخه نه ملاتړ او نه پاملرنه ممکن په راروانو کلونو کې د یو شمیر زیاتو راډیوي خپرونو د بندیدلو سبب شي".

د فبرورئ ۱۳ د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د راډیو د ورځې په توګه لمانځل کیږي.

صدیق الله توحیدي وویل چې د ۱۷۵ راډیویي خپرونو څخه اوو یې په وروستیو کې خپل فعالیت درولی دی، چې په غزني کې د مخالفو وسله والو د ګواښونو په نتیجه کې له فعالیته د لویدلې راډیو پرته پاتې نورو یې د اقتصادي ستونزو له امله فعالیت درولی دی.

د رادیويي اوتلویزیوني خپرونو پراختیا

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال تر پایه یوازې یوې دولتي راډیو فعالیت کوه، خو له هغې وروسته دغه هیواد کې خصوصي راډیویي خپرونې ډیرې پراخه شوې چې د ۳۴ ولایتونو د مرکزونو سربیره په یو شمیر ولسوالیو کې یې هم خپرونې پیل کړي دي.

اکثره دا راډیويي خپرونې د بهرنیو ځواکونو د ولایتي بیا رغونې د ټیمونو او د رسنیو د ملاتړ د نړیوالو موسسو لکه د انټرنیوز له خوا د امریکا د پراختیا د نړیوالې ادارې یو ایس آیډ په مالي او تخنیکي مرسته جوړې شوې دي.

دا راډیویي خپرونې د ایف ایم په څپو خپرونې کوي چې د لاس د ګوتو په شمیر د راډیویي خپرونو پرته نورې یې یوازې په همغو سیمو کې چې خپرونې لري اوریدل کیږي.

د دې سربیره یو شمیر تلویزیونونه هم راډیویي خپرونې لري چې د کابل سربیره په هغو ولایتونو کې چې تلویزیوني خپرونې لري راډیوي خپرونې هم کوي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې د خصوصي تلویزیونو شمیر ۸۸ ته رسیږي چې تر ۳۷ پورې یې په کابل کې دي.

امنیتي ستونزې

د نۍ د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وایي چې د افغانستان په هغو سیمو کې چې په کې جګړې روانې دي د نورو سیمو پرنسبت امنیتي ستونزې ډیرې دي، خو دا اداره وایي چې په هغو سیمو کې چې جګړې نشته هلته سیمه ایز زورور د رسنیو پر وړاندې ستونزې را ولاړوي.

ښاغلي توحیدي وویل " له بده مرغه ۲۰۱۶ کال افغان رسنیو ته پر سختیو پیل شو، مونږ په دغه لنډه موده کې اته خبریالان له لاسه ورکړي او تر شلو پورې ټپیان لرو".

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې راډیويي خپرونې په کرایي ودانیو او سرایونو کې فعالیت کوي، چې د خپرونو د ودانیو بهر یې تر ډیره د امنیت د ساتلو لپاره ځانګړي اقدامات هم نشته دی.

د جلال اباد په ښار کې د انعکاس په نوم د یوې سیمه ایزې راډیویي خپرونې مشر نصرت الله صاحب زاده امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې لکه د نورو رسنیو په څیر دا راډیو هم د امنیتي ګواښونو سره مخ ده.

په افغانستان کې د خصوصي راډیوي خپرونو ترڅنک د افغانستان د دولتي رادیو تلویزیون خپرونې هم په کابل او ولایتونو کې خپریږي.

ددغو خپرونوسربیره د نږدې څلورو لسیزو لپاره د امریکا غږ، بي بي سي او ازادۍ راډیو په پښتو او دري ژبو هره ورځ د اوږدو ساعتونو لپاره خپرونې لري.

XS
SM
MD
LG