د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: په راتلونکیو پارلماني انتخاباتو کې د ښځو د پراخ گډون ملاتړ کوو


د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ن په کابل کې د ښځو د تشبث په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې خبرې وکړلې
د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ن په کابل کې د ښځو د تشبث په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس کې خبرې وکړلې

د افغانستان د ښځو د چارو وزیره دلبر نظري وايي په افغانستان کې د ښځو د کار کچه د نارینه و په پرتله ډېر ټیټه ده

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د ښځو د تشبث په اړه جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته وویل چې ښځې باید د هغوی د کار په مخکې خنډونو ته تسلیم نه شي.

ښاغلي عبدالله وویل چې د ښځو د نقش او مشارکت پیاوړي کول د ملي وحدت د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي.

د ښځو د تشبث په اړه دغه کنفرانس چې درې ورځې دوام کوي د افغانستان امریکايي پوهنتون له خوا جوړ شوی. په کنفرانس کې، به په افغانستان کې د ښځو د سوداګرۍ ستونزې او د هغوی حل لارې څېړل شي.

د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وویل "یوه موضوع چی موږ د پارلمانی ټاکنو لپاره او د ټاکنیزو اصلاحاتو په بهیر کې ورته ډیره زیاته پاملرنه کوو، هغه د مېرمنو لپاره د مساوي دفرصتونه برابرول دي، همدارنگه د ښځو د نقش ملاتړ کوو څو دازمینه ورته برابره شی چې په ټاکنو کې برخه واخلي، رایه ورکړي او دخلکو استازیتوب وکړي."

پر اجرائیه رئیس سر بیره د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري هم په دې کنفرانس کې د ښځو په اړه وویل چې په نړۍ کې ښځې ۴۰ سلنه کاري ځواک او همدرانګه د کرنې په برخه کې ۴۳ سلنه کاري ځواک جوړوي. خو په افغانستان کې د ښځو د کار کچه د نارینه و په پرتله ډېر ټیټه ده.

د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري وايي په کاري ځواک کې د نارینه و ونډه په سلو کې یو اتیا ده. په داسی حآل کې چې د ښځو گډون یوازې نولس سلنه ښودل شوی دی. همدارنگه په افغانستان کې د ښځو د سوداگرۍ په مخکې ډیرې ستونزی او خنډونه پراته دي.

په دې کنفرانس دولتي چارواکیو، د بهرنیو هېوادونو سفیرانو، د خصوصي سکتور استازیو، سوداگرومیرمنو او مدني فعالانو ګډون کړی و. گډونوال به د کنفرانس په پای کې په افغانستان کې د ښځو د سوداګرۍ په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه له دولت او نورو اړوندو اړخونو سره شریک کړي.

XS
SM
MD
LG