د لاس رسي وړ اتصالات

مشعل: آفریدی او کریسګل په 'ا‌ې‌پي‌ایل' کې بولۍ ته وړاندې کیږي


افغان کریکیټ بورډ وايي، چې د افغانستان په غوره لیګ (اې‌ پي ایل) سیالیو کې به د شاهد افریدي، کریسګل او مککولم په ګډون د کریکیټ یو شمیر نور نړیوال لوبغاړي هم بولۍ ته وړاندې شي.

د دغه بورډ مشر عاطف مشعل وايي، چې تر یو کال هلو ځلو وروسته په دې توانېدلې چې د افغانستان کریکیټ‌ غوره لیګ لوبې د راتلونکې اکتوبر میاشتې پر پنځمه نېټه په متحده عربي اماراتو کې پېل کړي.

ښاغلي مشعل، چې د شنبې په ورځ (وږي/سنبلې ۱۷) په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل،د افغانستان په غوره لیګ کې به د پاکستان، بنګله دېش، سریلانکا، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، اسټرالیا، انګلستان، ایرلینډ، متحده عربي اماراتو او نورو هېوادونو لوبغاړي خرڅلاو ته وړاندې شي.

د هغه په وینا، د لوبغاړو د بولۍ چارې به د دوشنبې په ورځ (وږي ۱۹) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

ښاغلي مشعل زیاته کړه، چې لوبغاړې پر بېلا بېلو برخو وېشل شوي او هره برخه یې ټاکلی نرخ لري. د افغانستان کریکیټ بورډ رئيس وايي چې هره لوبډله اووه بهرني لوبغاړي اخیستلای شي چې له هغوی څخه په هره لوبه کې څلور لوبولی شي.

د افغانستان د ستوري لوبغاړي راشد خان په ګډون، شاهد اپریدی، مکالم او کریس ګېل هغه لوبغاړي دي، چې په لومړۍ درجه یا ایکان کې ځای پر ځای شوي چې تر سلو زرو ډالرو به واخیستل شي.

ښاغلي مشعل وویل چې د افغانستان غوره لیګ سیالۍ به له افغان لوبغاړو او کریکیټ بورډ سره د مالي مرستې تر څنګ، د افغانستان د کریکټ لوبغاړو ته دا زمینه برابره کړي چې له نړیوالو لوبغاړو زده کړه وکړي.

هغه دا هم وویل چې دا لوبې به د ملي لوبډلې لپاره د لوبغاړو په روزنه او غوراوي کې مرسته وکړي.

افغان لوبغاړي

د کریکیټ بورډ رئيس وايي چې د افغانستان په غوره لیګ کې یې ۹۰ هغه لوبغاړي چې کورنۍ لوبې یې کړي، خرڅلاو ته وړاندې کړي.

د هغه په خبره ۵۰ افغان لوبغاړي به د لوبډلو له خوا واخیستل شي.

د کریکیټ بورډ رئيس وايي د لوبغاړو په اخیستنه کې دوی واک نه لري او دا د لوبډلو د مدیرانو او روزونکو کار دی چې څوک د خپلې لوبډلې لپاره خوښوي.

د عاطف مشعل په خبره هر افغان لوبغاړی به له دغو سیالیو څخه هر کال له ۲۵۰۰۰ ډالرو نیولې تر ۳۰۰۰۰ ترلاسه کوي.

هغه همدارنګه وویل چې هره لوبډله لس افغان لوبغاړي اخیستلای شي، خو یواځې ۷ لوبغاړيلوبولای شي.

ښاغلي مشعل د افغانستان د کریکیټ غوره لیګ سیالیو د ځنډ په اړه وویل، د سیمې هغه هېوادونه چې په متحده عربي اماراتو کې د کریکیټ سیالۍ لري، د دوی مخنیوی کاوه او له همدې امله دغه سیالۍ وځنډېډې.

عاطف مشعل که څه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو د پاکستان غوره سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

ښاغلي مشعل وویل چې د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې به پنځه لوبډلې ګډون کوي چې د کابل، بلخ، ننګرهار، کندهار او پکتیا نومونه ورکول شوي، هغه وویل چې د دغه لوبډلو اخیستلو ته افغان سوداګر تیار نه شول، خو هغه ویل چې لوبډلې خرڅې شوي.

د کریکیټ بورډ رئیس د هغه سوداګرو یا شرکتونو نومونه یاد نه کړل چې دغه لوبډلې یې اخیستي.

ښاغلي مشعل وویل چې په پېل کې یې د لوبډلو د خرڅلاو بیه ۱.۲ میلیونه ډالر ټاکلې وه خو وروسته یې د لوبډلو بیه ۵۵۰۰۰۰ ډالرو ته راښکته کړه، چې د هغه په وینا لوبډلې تر دې په لوړه بیه پلورل شوي دي.

د غوره‌لیګ د لوبو څرنګوالی

د افغانستان غوره لیګ به ۱۷ ورځې روان وي، چې ټولټال ۲۳ لوبې په کې ترسره شي. د افغانستان د کریکیټ بورډ د رئيس په خبره چې هره لوبډله به له بلې سره دوې لوبې ولري، چې وروسته به دوې نیمه پایلوبې او یوه پایلوبه ترسره شي.

په دغه سیالیو کې به هره ورځ دوې لوبې وي، چې د ماسپښین پر څلورو او اتو بجو ترسره کیږي.

نشرات

د افغانستان د کریکیټ بورډ رئیس عاطف مشعل وايي چې د دې لوبو د خپراوي لپاره د ډي سپورټ ټلویزیوني چینل سره هوکړې ته رسېدلې.

هغه وویل چې د افغانستان له کورني ټلویزیونونو سره یې هم خبرې رواني، او په دوو ورځو کې به دې پایلې ته ورسیږي چې د افغانستان د غوره لیګ د نشرولو حقوق کوم ټلویزیوني چینل رانیسي.

نوی کمینټېټر

د افغانستان ستوری لوبغاړی حمید حسن چې د زخمي کېدو له امله له څو کلونو راهیسې له ملي لوبډلې لرې پاته شوی، د افغانستان په غوره لیګ کې په ملي ژبو او انګلیسي د کریکیټ د تبصره کوونکي په توګه راڅرګند شي.

د شپږیزې برخلیک

د افغانستان کریکیټ بورډ رئيس عاطف مشعل په دغه خبرې غونډه کې وویل چې د افغانستان د شپږیزې سیالۍ به پر خپل ځای پاتې وي، او په روان کال کې به ترسره شي.

هغه وویل دا چې د امنیتي ستونزو له امله ډېر نړیوال لوبغاړي افغانستان ته نه شي راتلای، نو ځکه به شپږیزه د یوې داخلي سیالۍ په توګه روانه وي.

شپږیزه او د افغانستان غوره لیګ د کریکیټ هغه دوه سترې سیالۍ دي، چې د افغان کریکیټ بورډ په نوښت او کوربه‌توب ترسره کیږي.

نړیوال جام

ښاغلي مشعل د هغه راپورونو په اړه چې ګواکې د نړیوال جام د امنیتي ستونزو له امله افغانستان ته نه راوړل کیږي وویل چې دوی د کریکیټ له نړیوالې شورا سره خبرې کړي او د روان میلادي کال په ډسمبر کې به نړیوال جام د نندارې لپاره کابل ته راوړل شي.

XS
SM
MD
LG