د لاس رسي وړ اتصالات

لا هم راډیو د افغانانو لپاره د معلوماتو مهمه منبع بلل کیږي


د رادیو یو اوریدونکی
د رادیو یو اوریدونکی

نن په افغانستان کې د راډیو نړیواله ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه چې څلوارلس کاله وړاندې د یوې دولتي راډیو پرته په دغه هیواد کې د راډیو بل هیڅ سټیشن شتون نه درلود، خو اوس د ۱۷۰نه زیات خصوصي سیمه ایز راډیو سټیشنونه په اکثروولایتونو کې خپرونې کوي.

د افغانستان جمهوررئیس محمد اشرف غني د رادیو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې ویلي چې اوس کابو د هر افغان په کور کې راډیو اوریدل کیږي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني په دغه پیغام کې چې نن د جمعې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې ولوستل شو د راډیو د نړیوالې ورځې مبارکي د افغانستان ټولو ژورنالستانو ته ورکړې ده..

د افغانستان جمهور رئیس په خپل دغه پیغام کې یو ځل بیا د بیان له ازادۍ او د خبریالانو د حقوقو نه د ملاتړ په برخه کې د خپل حکومت ملاتړ څرګند کړی دی او افغان خبریالان یې په دې ستایلي چې د جمهوررئیس غني په وینا د ډیرو ستونزو سره سره یې په ټولنه کې د زغم، یو د بل د منلو او تنوع د کلتور په پیاوړي کولو کې مرسته کړې ده.

سږکال د راډیو نړیواله ورځ ځوانان او په راډیو کې خلاقیت تر عنوان لاندې نمانځل کیږي.
د افغانستان د جمهوررئیس د فرهنګي چارو سلاکار اسدالله غضنفر د دغې ورځې د نمانځلو یوې غونډې ته په وینا کې د راډیو د چلوونکو وغوښتل چې په خپلو خپرونو کې د ځوانانو ستونزو ته ځای ورکړي.

اسدالله غضنفرپه خپلو خبرو کې هغه انګیرنې نا سمې وبللې چې ګوندې نور په افغانستان کې د راډیو وخت تیرشوی او اوس نورو الیکترونکي رسنیو د راډیو خای نیولی دی.

ښاغلي غضنفر وویل" ما په ۱۹۸۸ کال کې په راډیو کې کار پیل کړ، د یو بهرني ملک راډیو وه، ښه مې یادیږي چې په لاره به مې سفر کوه نو له ځان سره به مې ویل چې په داسې رسنې کې مې کار پیل کړی چې تلویزیون را روان دی په هغه وخت کې لا د انټرنیټ کیسې نه وې خو څه وکړم مجبوریت دی اوس به کار کوم بیا به ګورم اوس په هغه وخت څوویشت کاله تیر دي اوس باور لرم چې راډیو به همیشه وي".

دا غونډه چې د راډیو افغانستان او د ملګرو ملتونو د فرهنګي ادارې یونسکو په ګډ نوښت جوړه شوې وه نورو ویناوالو هم د افغانستان حالاتو ته په کتنې د بلې هرې خبري وسیلې په نسبت د خلکو د خبرتیا په برخه کې د راډیو ونډه خورا مهمه وګڼله وویل چې د اوږدو نورو کلونو لپاره به هم بله کومه رسنۍ په دغه هیواد کې د راډیو ځای و نه نیسي.

د کلید په نوم د راډیو مشرۍ میرمن نجیبې ایوبي هم په افغانستان کې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې د افغانانو دګډون د هڅولو له پلوه هم مهم وګڼه وویل هیڅ بله رسنۍ د راډیو ځای نه شي ډکولی.

میرمن ایوبي وویل" د دې لپاره چې کله تلویزیون راغئ د سینما ځای یې و نه نیوه، همداسې که نورې رسنې راشي راډیو به خپل خای وساتي".

خو میرمن ایوبي وویل چي دا کار هله کیدلی شي چې د راډیو چلوونکي په مسولانه توګه عمل وکړي.

په افغانستان کې چې څلوارلس کاله وړاندې د " راډیو افغانستان" په نوم د یوې دولتي راډیو پرته بل هیڅ سټیشن شتون نه درلود، خو اوس په اکثرو ولایتونو کې د بهرنیو راډیو سټیشنونو د خپرونو د پیاوړتیا د انتونونو د شتون سربیره د ۱۷۰ نه زیات خصوصي سیمه ایز راډیو سټیشنونه هم فعال دي چې د میرمن ایوبي په څیر یو شمیر د مدني ټولنې فعالان هم دا ګڼي چې د دغو خصوصي رسنیو یو شمیر یې د کم تجربه کسانوو له خوا اداره کیږي او هم یو شمیر رسنې د سیاسي او قومي ډلو د مشرانو لاسونو ته پریوتي چې هغوی د ژورنالستیکي اصولو پرته دا ډول رسنې د خپلو سیاسي او قومي اهدافو لپاره کاروي.

د" نې" په نوم په د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ د اداري رئیس مجیب خلوتګر هم دا ډول اندیښنې په ځای ګڼي خو وایي چې دا ستونزه د افغانستان د رسنیو قانون نه راولاړه شوې ده.

خلوتګر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې په دغه قانون کې د رسنیو بڼه نه ده تعریف شوې چې د همدې له امله به دغه قانون کې سیاسي، قومي او سوداګریزي رسنې ټولې په یوه تله کې تلل کیږي.

ښاغلی خلوتګر وویل" په قانون کې یو ځای ویل شوی چې کیدای شي خصوصي رسنې رامنځ ته شي چې دې کار دې ته زمینه برابره کړې چې تنظیمونه او ډلې هم رسنې ولري".

خو ښاغلی خلوتګر د دغسې رسنیو شمیر کم ګڼي او وایي چې داسې رسنې هم شته چې د ګټي ترلاسه کولو په نیت جوړي شوي چې هغوی هم د خپرونو په وخت یوازې خپلې ګټې ته ګوري.

د " نې" په د افغانستان د خپلواکو رسنیو د ملاتړ د اداري رئیس وایي چې د دې ستونزو سره سره په افغانستان کې د رسنیو به برخه کې یو انقلاب رامخې ته شوی دی چې د ۱۷۰ نه د زیاتو رادیو سټیشنونو ترڅنګ ۶۰ نه زیات تلویزیونونه هم په کابل او ولایتونو کې خپرونې لري چې ښاغلی خلوتګر یې د خلکو د ذهنونو په روښانه کولو او په سیاسي او ټولنیز بهیر کې د خلکو د ګډون په برخه کې د دغو رسنیو ونډه خورا مهمه ګڼي.

XS
SM
MD
LG