د لاس رسي وړ اتصالات

د ننگرهار د نجونو ښوونځیو ته انترنیتي آسانتیاوې برابرې شوي


د ننگرهار د جلال آباد ښار د الایي لیسې په گډون ددې ولایت د بهسودو او سره رود په ولسوالیو کې شل ښوونځي په انترنیتي آسانتیاو سمبال شوي دي

د ننگرهار د جلال آباد ښار د الایي لیسې په گډون ددې ولایت د بهسودو او سره رود په ولسوالیو کې شل ښوونځي په انترنیتي آسانتیاو سمبال شوي دي

د جلال آباد ښار، د بهسودو او سره رود ولسوالیو د نجونو شل ښوونځي په انترنیتي تکنالوژۍ سمبال شوي دي.

د دې ښوونځيو زده کوونکي چې د پرمختللې تکنالوژۍ آسانتياو يې پر درسي چاپيريال سيورى غوړولى وایي د خپلو کورنيو درسي دندو او درسي ستونزو د حل په موخه اوس په خپلو ښوونځيو کې له انټرنیټ څخه گټه اخلي او تر ډیره حده کتابتونو ته اړتيا نه لري.

د پرمختللې تکنالوژۍ له دې آسانتياو نه يواځې زده کوونکي ګټه پورته کوي، بلکې ښوونکې هم د خپلو ورځنيو درسي پروګرامونو د ښه والي لپاره له انټرنیټ نه کار اخلي.

د جلال آباد ښار د الايي لېسې مديره فريده حنانزۍ وايي چې د لېسې ښوونکې خپل درسي مواد له انټرنیټه اخلي او زده کوونکو ته يې وړاندې کوي.

هغه وایي شاگردانو ته ډیر سهولتونه برابر شوي دی، په دې توگه د هغوی افاقي معلومات زیاتیږي، ذکاوت او استعدادونه یې هم وده کوي.

زده کوونکې هم وایي چې له انټرنټ څخه ګټه اخيستنه د هغوی د وړتياو په غوړاوي او پرمختګ کې ښه رول لوبوي.

سيلۍ او وږمه د جلال آباد ښار د دوو ښوونځيو زده کوونکې دي چې له دريو مياشتو راهيسې په خپلو ښوونځيو کې د انټرنیټ زده کړې کوي او له دې لارې خپلې درسي ستونزې هم حل کوي.

دوی وایي "استادان چې کار خانگي راکوي نو مواد یې نه شو پیدا کولی، زه دلته راځم او معلومات ترلاسه کوم چې له کتابونو څخه ښه هم وي او استادان هم له انترنیت نه زیات مواد مونږ ته راکوي."

دوى د ننګرهار ولایت د ښځينه ښوونځيو د زده کوونکو سربېره د نورې نړۍ زده کوونکو نجونو سره هم د انټرنټ له لارې خپلې نظريې شريکوي.

دا چې په دې ښځينه ښوونځيو کې انټرنټي اسانتياوې څنګه او د چا له لورې برابرې شوې دي، د پوهنې رياست رسنيز مسول محمد اصف يې په اړه وايي " په پام کې دي چې په ١٣٩۴ کال کې په نورو ښوونځیو کې هم نورو ولسوالیو ته دا لمن وغزیږي او دا آسانتیاوی برابرې شي. د "روټ وې انترنیشنل" په نامه یوه نړیواله اداره ده چې په دې برخه کې یې له مونږ سره ډیر کمک کړی دی، د جرمني هیواد او د ملگرو ملتونو کومې مرستندویه ادارې چې دي، په دې برخه کې زمونږ همکارې دي."

دانټرنټ دغه آسانتياوې تر دې دمه يواځې په ښځينه ښوونځيو کې برابرې شوې دي او دوى نه يواځې له انټرنټ څخه په خپلو ښوونځيو کې علمي ګټه پورته کوي بلکې په همدغو انټرنټ مرکزونو کې د پرمختللې تکنالوژۍ زده کړې هم کوي.

XS
SM
MD
LG