د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې د انټرنټ د کارونې ازادي کمه شوې ده


یوه نوې سروې ښیي چې په ټوله نړۍ کې د انټرنټ ازادي په داسې حال کې د څلوروکلنو راهیسې په پرله پسې توګه کمه شوې ده چې یو زیات شمېر هېوادونو په انلاین کړنو سانسور او څارنه لګولې ده.

د حقونو پلوي ډلې فریډم هاوس په خپل وروستي راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ یې خپور کړ په کې د پخوا په پرتله د انټرنټي فعالیتونو په جرم د نیول کېدو په شمیر کې زیاتوالي، او په انلاین رسنیو د معلوماتو دحذف کولو او د حکومت د غوښتنو د منلو لپاره د فشار واردلو خبره شوې.

د "۲۰۱۴کال د نټ د آزادۍ" تر عنوان لاندې دا رپوټ وايي چې د ۶۵ هیوادونو له جملې څخه چې په اړه یې څیړنه شوې ده له نیمایي څخه زیاتو یې د ۲۰۱۳ کال د مۍ د میاشتې راهیسې د انلاین محتویاتو د سانسور او تصفیه کولو په اړه خپلې پالیسۍ سختې کړي دي.

ځینو حکومتونو همدا راز د الیکټرونیکي څارنې ډولونه او هغو اتباعو ته د جزا ورکولو لارې پراخې کړي دي چې انلاین فعالیتونه یې ورته د منلو وړ نه وي.

د حقونو پلوي ډله فریډم هاوس وايي چې د غو کارونو د انټرنټ ازادي په نړیواله کچه کمه کړې ده "تر ټولو زیات چټک کموالی په روسیې، ترکیې او یوکراین کې و، او زمونږ د تیرو کلونو دموندنو په شان، هغه هیوادونه چې د دې سروي له مخې تر ټولو خراب وو ایران، سوریه او چین دي."

سروې وايي چې په تیرو پنځو کلونو کې د روسیې نمرې کمي شوې دي، له هغه وخت راهیسې چې ولادمیر پوتین په ۲۰۱۲ کال کې بیرته جمهور رئیس شو، حکومت د انلاین محتویاتو د بندولو لپاره یو شمیرقوانین وضع کړي دي.

په ریپوټ کې راغلي "مونږ ولیدل چې روسیې د دغو خپلواکو انلاین رسنیو له جملې څخه ځینې په داسې ډول په نښه کړې چې مخکې یې نه و کړي. دا کار د مارچ په میاشت کې وشو. هغوی له یو نوي قانون نه استفاده وکړه چې د تېر کال د ډسمبر په میاشت کې منظور شوی و. دغه نوې قانون لوی څارنوال ته اجازه ورکوي چې د سخت دریځۍ په اړه د محتویاتو او د ناتصویب شوو مظاهرو لپاره د انلاین غوښتنو د بندولو امرونه صادر کړي. نو له دغه قانون څخه په پوره چټکۍ سره په روسیې کې د رسنیو د هغو مرکزونو د بندولو لپاره استفاده وشوه چې یا یې په اوکراین کې د پېښو په اړه خبرونه برابرول او یا یې په تېر وخت کې په کرملین نیوکې کړې وې. "

د اوکراین درجه هم راټیټه شوه، چې لومړنی سبب یې د پخواني ولسمشر ویکتور یانوکویچ د قدرت په وخت کې د حکومتي ضد مظاهرو په ترڅ کې د ټولینزو رسنیود د استفاده کوونکو او انلاین ژورنالیستانو پرخلاف تاوتریخوالي و.

ددې رپورټ پراساس، همدا راز سږ کال په ټوله نړۍ کې د انټرنټي فعالیتونو په اړه د خلکوپه نیولوکې زیاتوالی راغلی.

له انټرنټ څخه استفاده کوونکي نه یواځې د انلاین محتویاتو د پوست یا پرلیکه کولو لپاره بلکه د هغو محتویاتو لپاره هم چې په ځینو مواردو کې یې په الیکټرونیکي وسایلو کې موندل شوي، محاکمه شول.

ریپوټ وايي "په تیره بیا په منځني ختیز او شمالي افریقا کې د هغو یولسو هیوادونو چې مونږ یې په هکله څیړنې کړي دي، لسو یې په تیر کال کې د انترنت کاروونکي نیولي دي."

په ټوله کې د انترنت د ازادۍ د ځپلو په برخه کې، ایران، سوریه او چین تر ټولو خراب هېودادونه وو.

ځینو هېوادنو پر انټرنټ خپل سخت کنټرول یو څه نرم کړی دی چې په هغوی کې برما، تونس، کیوبا او هند شامل دي.

په امریکا او زیاتره اروپایي هېوادونو کې له انټرنټ څخه کار اخیستونکي تر ټولو زیاته ازادي لري، که څه هم امریکا د ملي امنیت د ادارې له خوا د بې ځایه نظارت له امله ځینې نمرې له لاسه ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG