د لاس رسي وړ اتصالات

انټرپول د کندهار د زندان نه د تښتیدلو بندیانو په بیرته نیولو کې مرسته غوښتلې


انټرپول د کندهار د زندان نه د تښتیدلو بندیانو په بیرته نیولو کې مرسته غوښتلې
انټرپول د کندهار د زندان نه د تښتیدلو بندیانو په بیرته نیولو کې مرسته غوښتلې

نړېوالو پولېسو، نړېوالې ټولنې ته خبرداری خپور کړېدی چې دهغو 417 زندانېانو په برخه کې ورسره مرسته وکړي چې تېره مېاشت د افغانستان له ېوه زندان نه وتښتېدل.

دنړېوالو پولېسو ېوه اداره چې په فرانسه کې دېره ده د جمعی په ورځ ېې دافغانستان د حکومت په غوښتنه ېوخبرداری خپور کړ. د پولېسو دغه نړېواله اداره وايی چې د نړېوالو پولېسو 188 غړي هېوادونه له دوی سره مرسته وکړی چې ددی خلکو هوېت تشخېص کړی، ځاې ېې معلوم کړی ا و په توقېفولو کې ېی مرسته وکړی.

رپوټ وايی داسی ګومان کېږی چې په دې کې به زېاتره کسان طآلبان وی.

بل پلو:

ناټو ویلي دي چې درې عسکر یې د جمعې په ورځ د افغانستان په جنوب کې وژل شویدي، ناټو ویلي دي چې دوه عسکر یې د یاغیانو په حملې او دریم یې د بم په چاونې کې وژل شویدی خو د پیښې په اړه یې نور مالومات ندي ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ هم د ناټو 8 عسکر چې 7 یې امریکایان وو د کندهار په ولایت کې ووژل شول.

طالبانو او نورو وسله والو ډلو د افغان او نړیوالو قواوو پر ضد خپلو پسرلنیو بریدونو ته زور ورکړیدی پداسې حال کې چې هغوي کوښښ کوي چې طالبان د افغانستان د جنوبي سیمو نه وباسي.

XS
SM
MD
LG