د لاس رسي وړ اتصالات

انټرپول د قاچاقبرو په نیولو کې د خلکو مرسته غواړي


انټرپول په ٣١ هیوادونو کې د ١٨٠ فراري قاچاقبرو پسې گرځي
انټرپول په ٣١ هیوادونو کې د ١٨٠ فراري قاچاقبرو پسې گرځي

انټرپول یا د جنایي پولیسو نړیوال سازمان نن د پنجشنبې په ورځ د نړۍ له خلکو وغوښتل چې د انسانانو د قاچاق کوونکو په نیولو کې ورسره مرسته وکړي. دوی وایي چې قاچاقبرو سوله ییزو او سوکاله هیوادونو ته د مهاجرو د لیږدولو له لارې په میلیارډونه ډالر گټه ترلاسه کړي دي.

په فرانسه کې میشت د جنایي پولیسو نړیوال سازمان په خپله ویبپاڼه کې د هغو عملیاتو په اړوند چې په ٣١ هیوادونو کې د ١٨٠ فراري قاچاقبرو پسې گرځي د شاوخوا ١٠ تنو عکسونه خپاره کړي دي.

د هغو قاچاقبرو عکسونه چې انټرپول ورپسې گرځي
د هغو قاچاقبرو عکسونه چې انټرپول ورپسې گرځي

په دغو کسانو کې چې انټرپول ورپسې گرځي د رومانیه د یوې جنایي سازمان شوې ډلې مشر مارییانا کروسیریسکو چې په غیر قانوني توگه یې د هنگري او اتریش د سرحدونو له لارې انسانان د ٣٠٠٠ ایرو په بدل قاچاق کول.

همداشان په دې ډله کې کولیو جورجیو کولیف هم شامل دی چې په غیر قانوني توگه یې نهه افغانان له بلغاریا نه اتریش ته لیږل. د دغو افغانانو نه دوه تنه یې په هنگري د موټر د اوښتو له امله مړه شوي وو.

انټرپول دا کار په داسې وخت کې کوي چې اروپایي ټولنه د دوهمې نړیوالې جگړې راوروسته د مهاجرت د خورا سخت کړکیچ سره مخامخ ده او غواړي چې اروپایي هیوادونو ته د مهاجرو د سیلاب مخه ډب کړي. تیر کال یو عشاریه درې میلیونه مهاجر اروپا ته تللي دي.

د انټرپول له لورې د می په میاشت کې یوه خپره شوې څیړنه ښي چې تیر کال د انسانانو د قاچاق له لارې څه دپاسه پنځه میلیارډه ډالر ترلاسه کړي دي.

د انټرپول د عملیاتي ملاتړ د څانگې رئیس میکل او کونیل وایي، د مرتکبینو نیول په ځانگړې توگه په دې خاطر مشکل دي چې خلک دوی ته نه غواړي او یا هم نه شي کولای چې معلومات ورکړي.

هغه وایي "د خلکو قاچاق یوه نړیواله موضوع ده او په همدې خاطر د هایدرا په شان عملیاتو کې نړیواله همکاري مهمه ده."

انټرپول غواړي د ټولنیزو رسنیو نه په استفادې خلک د قاچاقبرانو په نیولو کې شامل کړي او د غړو هیوادونو نه یې غوښتي چې د مجرمینو د عکسونو پوسترونه خپاره کړي.

XS
SM
MD
LG