د لاس رسي وړ اتصالات

انټرپول د ستر غذایي تقلب نه پرده پورته کړه


 انټرپول د نړۍ په ٧٥ هیوادونو کې خوراکي توکي پلټلي دي.
انټرپول د نړۍ په ٧٥ هیوادونو کې خوراکي توکي پلټلي دي.

انټرپول یا د نړیوالو پولیسو مقاماتو ویلي دي چې د رنگ کړای شویو زیتونو او د بیزوگانو د غوښو بارونه یې چې "د خوراکي توکیو" په نوم بسته بندی شوي وو د نړۍ په څو هیوادونو کې کشف کړي دي.

انټرپول د چارشنبې په ورځ وویل چې په اصطلاح د "خواړو" ددغه بارونو پلټل د لس زره ټنو جامدو خوراکي توکیو او همداشان د یو میلیون لیتره زهري غیر قانوني یا تقلبي مایعاتو د کشف کیدو سبب شوي دي.

د انټرپول په وینا د کشف شویو او ضبط شویو موادو په ډله کې سوډاني تقلبي شکره (بوره) چې په کیمیاوي زراعتي سرې ککړه وه او ٨٥ ټنه ایټالوي زیتون چې د هغې د ظاهري بڼې د ښه ښکاریدو لپاره د مسو په سلفات رنگ کړای شوی وه، شامل دي.

دا کشف د نړۍ په ٧٥ هیوادونو کې شوی دی. له بلې خوا په دغو کشف شويو تقلبي موادو کې کولای شو هغو خطرناکو الکولي موادو او د چرگانو کلمو ته اشاره وکړو چې په اندونیزیا کې کشف شوي دي.

بلجیمي مقاماتو هم د بیزوگانو څو کیلو گرامه غوښه د یو مسافر له بار نه کشف او ضبط کړی ده چې پرې لیکل شوي وو چې د "انسانانو د استفادې لپاره" ده.

د فرانسې گمرکي مامورینو هم ١١ کیلو گرامه ملخان او ۲۰ کیلوگرامه د وریښمو چینجي نیولي چې پرې په تقلبي توگه د "انسانانو د خواړو" ټکټ لگول شوی و.

د انټرپول یا نړیوالو پولیسو پلټنې د ٢٠١٥ کال د نوامبر راهیسې د ٢٠١٦ کال تر فبرورۍ پورې په هوایي ډگرونو، د خوراکي توکیو پلورنځیو، مغازو، سوداگریزو بندرونو او صنعتي ځایونو کې ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG