د امریکا د کانگرس یو غړی وایي د اسلامي دولت یا داعش ډله د سوریې د جمهور رئیس بشار الاسد د استبداد او ظلم مولود ده. هغه دلیل راوړي چې په نړۍ کې د داعش د نابودولو لپاره باید لومړی د اسد نظام ړنگ کړای شي.
د امریکا د کانگرس د استازو د مجلس غړی ادم کنزینگر وایي چې د سوریې آزاده اردو هم د اسد د رژیم او هم د اسلامي دولت د ډلې پر ضد د جگړې لپاره ډیر ښه انتخاب دی.
خو د دې جمهوري غوښتونکي قانون جوړونکي په وینا د ملگرو ملتونو د امنیت شورا باید د سوریې پر هوایي حریم باندې د الوتنو بندیز ولگوي چې د هغه په وینا د اسد حکومت ونه شي کړای د سوریې د آزدې اردو په نامه ځواکونو باندې هوایي بریدونه وکړي.
د کانگرس د استازو د مجلس غړی ادم کنزینگر د اشنا تلویزیون سره په ځانگړې مرکه کې وویل چې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف هوایي بریدونه کولای شي د داعش په ځپلو کې د عراقي ځواکونو سره مرسته وکړي، خو د هغه په وینا په پای کې دا د عراقیانو مسؤلیت دی چې په خپل هیواد کې د داعش په وړاندې مبارزه وکړي.