د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني نن د پنجشنبې په ورځ ٣٨ تنه نور افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته ولیږل.

د جرمني د شیگل مجلې د رپوټ په اساس جرمني د هغې هوکړې له مخې چې د افغانستان د حکومت سره یې کړې هغه افغانان چې د سیاسي پناه غوښتنه یې ردیږي بریته افغانستان ته استوي. ددې لړۍ لومړۍ جوپه افغانستان ته رسیدلې ده.

د امریکا غږ خبریالې شافعه سردار په دې اړوند په جرمني کې د افغان مهاجرو د کلتوري مشاور صدیق الله فدایي سره مرکه کړې ده. ښاغلی فدایي له جرمني نه د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو په اړوند څرگندونې کړي چې دلته یې په دې مرکه کې اوریدلی شئ:

  • 16x9 Image

    شافعه سردار

    شافعه سردار د ۲۰۰۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره د ژورنالستې، نطاقې او پروډیوسرې په حیث کار کوي. هغې د کابل د پوهنتون د فارمسۍ په پوهنځی کې زده کړې کړې دي. شافعه سردار د آشنا راډیو د روغتیا او آشنایانو د ادبي دیرې د اوونیزو خپرونو کوربنه ده.

XS
SM
MD
LG