د لاس رسي وړ اتصالات

صالح: پاکستان غواړي په کابل غیر مشروع نفوذ ولري


د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخوانی رئیس امرالله صالح
د افغانستان د ملي امنیت د ادارې پخوانی رئیس امرالله صالح

د افغانستان د استخباراتو پخوانی رئیس امرالله صالح، چې اوس د "روند سبز" په نامه خوزښت مشر د امریکا د متحده ایالاتو د ویرجنیا په نورفولک کې د ناتو سازمان په یو کنفرانس کې ویلي دي چې نړۍ د خپل اخلاقي، سیاسي او امنیتي مسؤلیت له مخې باید د افغانستان سره د ثبات، د یو غښتلي دولت په رامنځ ته کیدو او د اقتصاد په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

دا کنفرانس د سه شنبې په ورځ د جولایی په اومه د کارنیگي نړیوالې موسسې او ناتو په کوربه توب د یوې ورځې لپاره د تړلو دروازو تر شا جوړ شوی و چې رسنیو په کې حضور نه درلود.

امر الله صالح ددې کنفرانس وروسته په واشنگټن ډي سي کې د امریکا غږ مرکزي دفتر راغی او په یوه ځانگړې مرکه کې یې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په گډون په یو لړ موضوعگانو خبرې وکړې.

د فواد لامع سره د ښاغلي صالح بشپړه مرکه دلته اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:20 0:00

XS
SM
MD
LG