د لاس رسي وړ اتصالات

نورستانی: موږ له تېرو انتخاباتونه ډېر څه زده کړل


احمد یوسف نورستانی: مونږ له تیرو انتخاباتو څخه ډیر څه زده کړل
احمد یوسف نورستانی: مونږ له تیرو انتخاباتو څخه ډیر څه زده کړل

احمد یوسف نورستانی وايي د راېو د کمښت تبلیغات د ېوشمېر کاندیدانو او ولاېتي شوراگانو د استازو له خوانه خپاره شوي دي.

احمد یوسف نورستانی وايي د راېو د کمښت تبلیغات د ېوشمېر کاندیدانو او ولاېتي شوراگانو د استازو له خوانه خپاره شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر وایي تاسي خبر یاست چی مونږ اته زره درې سوه او اته اتیا تنه په تور لیست کی ونیول او له کارڅخه مو لېرې کړل.

په کابل کی د امریکا غږ اشنا ټلوزیون خبریال رحیم گل څاروان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له رئیس ښاغلي نورستاني سره مرکه کړېده او له هغه څخه یې پوښتلي دي چې ستاسې کمیسیون د شفافو ټاکنو لپاره څه ډول ژمنې او تعهدات کوئ؟

ښاغلی نورستانی په ځواب کې وایي «مونږ له تیرو انتخاباتو څخه ډیر څه زده کړل. تاسي خبر یاست چی مونږ اته زره دری سوه او اته اتیا تنه په تور لیست کی ونیول او له کارڅخه مو لېرې کړل او پر ځای مو یی د کار وړ اشخاص چی متعهد وی او په کارونوکي سستی او غفلت ونکړی استخدام کړی دي. څرنگه چی دا ځلی د کاندیدانو شمیرکم دی او دوه تنه دي، نو دوی ته به د فورمو ډکول دا ځلی لږ اسان وي او امید لرم چی کاندیدان هم خپل ناظرین درای گیری هریوه محل ته ولیږی چی له نېژدې نه د رای گیری څارنه وکړی او د تخلف مخنیوی وکړي.»

موږ انتخاباتو ته چمتو ېو

ښاغلي نورستاني ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا ځلی خلکو ته دا ډاډ ور کولای شی چی په ټول افغانستان کی به انتخابات وکړئ، وایي «زه فکر کوم چی مونږ د انتخاباتو لپاره تیاریوتاسی په دی باندی پوهیږئ چی زمونږ کار یوازی لوژستیکی او تخنیکی کار دی او مونږ کوم اجرائیوی قوت نلرو. د اجرائیوی قوت لپاره مونږ باید امنیتی قواوو ته مراجعه وکړو. کوم کار چی په مونږ پوری اړه لري مونږ ټول درای گیری حساس او غیری حساس مواد د ولایتونو مرکزونو ته استولی دي او هغه هلته رسیدلي دي

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې همدارنگه له دوو ورځو راهیسې، ځینو ولایتونو ته هوایی انتقالات هم پیل شوي دي. په دې جمله کی د بدخشان اول و. هغه وایي چې دا ځل دوی دری شپیته ولسوالی د هوا له لاری اکمالوي چی په هغه کی اته ولسوالۍ د بدخشان هم شاملی دي او هلته یې اکمالات کړی دي.

هغه وایي همدارنگه له ولایاتو څخه ولسوالیو ته انتقالات پیل شوي دي او کوم مرکزونه چی امنیتی ارگانونو دوی ته په گوته کړي او ویلی یی دي چی هلته امنیت ټینگوي؛ کمیسیون هلته مواد رسوي او خپل ناظرین یې هم هلته استولي دي او کارکوونکي یې هم په کار گمارلی دي.


ددې پوښتنې په ځواب کې چې د انتخاباتو په لمړی پړاو کی یوه ستونزه د رایی ورکولو د پاڼو کمښت و دا ځلی څومره پاڼی چاپ شوي دي، ښاغلی نورستانی وایي «یو شی چی زه غواړم درته ووایم، په لمړی پړاو کی هم د مونږ د مسئولینو له خوا د رایو د پاڼو د کمښت ډیر کم راپورونه را رسیدلی وو او دا اوازی او تبلیغات پخپله د کاندیدانو د نمایندگانو او د ولایتی شوراگانو دکاندیدانو د نمایندگانو له خوا خپاره شوی دی او په دی کې شک نشته چیری چی پاڼې کمې شوې هلته خامخا درغلي شوی ده.»

دا مرکه په پوره ډول دلته کتلی شئ:
ډاکټر ېوسف نورستانی: موږ له تېرو انتخاباتونه ډېر څه زده کړل
please wait

No media source currently available

0:00 0:06:29 0:00
XS
SM
MD
LG