د لاس رسي وړ اتصالات

ابراهیم مشرقي وایي افغانان باید په بهر کې خپله ژبه، کلتور او مذهب وساتي


محمد ابراهیم مشرقي د ورزش او په ځانگړې توگه د فټبال سره خورا مینه لري او په نیویارک کې د بریښنا د فټبال د کلپ سرپرستي هم کوي.
محمد ابراهیم مشرقي د ورزش او په ځانگړې توگه د فټبال سره خورا مینه لري او په نیویارک کې د بریښنا د فټبال د کلپ سرپرستي هم کوي.

محمدابراهیم مشرقي په ١٩٨٥ کې امریکا ته راکډه شوی د خپل ژوند د بسیا کیدو لپاره یې ډیرې هڅې کړي دي او اوس د شخصي کار وبار (بزنس) سربیره د تیرو ۱۱ کاله راهسي د پارالیګل یا حقوقي مسایلو په برخه کې د وکیلانو په یوه کمپني کې وظیفه هم اجرا' کوي.

ددې تر څنگ د ۱۹۹۴ کال نه تر نن پوري د کوچنیانو د فوټبال د روزني او ټریننګ په برخه کې مرسته کوي او ۴٥ – ۴٦ کاله مخکې په کندهار کې د تاسیس شوي بریښنا کلپ چې اوس په نیویارک کې فعال دی، سرپرستي هم په غاړه لري.

ابراهیم مشرقي د فټبال د لوبې په ډگر کې
ابراهیم مشرقي د فټبال د لوبې په ډگر کې

ښاغلی مشرقي وایي چې د بریښنا ورزشي کلپ د هغه پلار حاجي گل محمد مشرقي مشهور په حاجي گلوجان په شاو خوا ۴٦ کاله دمخه تاسیس کړی و. په دې وروستیو د هغه د پلار د خدمتونو په ځانگړې توگه ورزش ته د خاصې پاملرنې په وجه په کندهار کې یو ستدیوم د حاجي گلوجان په نامه جوړ شوی دی.

محمد ابراهیم مشرقي شپږ اولادونه لري چې ټولو لوړې زده کړې کړي او یوه لور یې دوکتورا اخستي ده. د ابراهیم مشرقي د ژوند او هڅو په اړه د امریکا غږ خبریال عارف عثمانزوی له هغه مرکه کړې چې دلته یې اوریدای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:14:02 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG