د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران سفیر: اټمي معامله به مو کابل ته هم گټه ورسوي


محمد رضا بهرامي وایي، که د اسلامي دولت د ډلې شتون په افغانستان کې په یو واقعي او سیمه ییز گواښ بدل شي، هیواد به یې د هغه په وړاندې په جگړه کې مرسته وکړي.
محمد رضا بهرامي وایي، که د اسلامي دولت د ډلې شتون په افغانستان کې په یو واقعي او سیمه ییز گواښ بدل شي، هیواد به یې د هغه په وړاندې په جگړه کې مرسته وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي وایي چې د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د اټمي لانجې پایله او د نړیوالو بندیزونو لرې کیدل به افغانستان ته هم ګټه ورسوي.

د جرمني سربیره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو د باندنیو چارو وزیران د اتریش په پلازمینه ویانا کې د ایران د باندنیو چارو له وزیر سره په تودو خبرو بوخت دي تر څو د دغه هیواد اوږده اټمي لانجه هواره کړي.

تمه کیږي چې د خبرو اترو دا پړاو به په روانې اونۍ کې پاې ته ورسیږي.

که چیرې ایران او نړیواله ټولنه د دغه هیواد د اټمي پروګرام پر بندولو سلا شي نو پر تهران به نړیوال بندیزونه هم سپک شي. ایراني چارواکي هیله لري چې د نړیوالو بندیزونو له سپکیدلو سره به د ایران اقتصاد بیا وغوړیږي.

په کابل کې د ایران سفیر وايي د هیواد د اټمي لانجې حل به یې افغانستان ته هم اقتصادي ګټې ولري. ښاغلي بهرامي له اسوشیتدپرس سره په مرکه کې وویل "دا به په افغانستان کې د ایران د زیاتې پانگونې لپاره زیات فرصتونه رامنځ ته کړي او د افغانستان په بدو اقتصادي حالاتو باندې به د پاملرنې وړ اثر واچوي".

سوداگریزې اړیکې تر ډیره په داسې حال کې د ایران په گټه دي چې ٣٠ کلنې جگړې په افغانستان کې پانونه او صنعتي پرمختیا په ټپه درولې ده. افغانستان ایران ته زیات کرهڼیز تولیدات صادروي او په عوض کې تیل، کانکریټ او نور ساختماني مواد واردوي.

د ایران سره د لویدیځې نړۍ اتومي موافقه به د تیلو، بانکدارۍ او بیمې په شان صنعتي برخو کې پخواني محدویتونه له مینځه یوسي.

ښاغلی بهرامي وویل "مونږ په افغانستان کې ثبات، غښتلی مرکزي حکومت او اقتصادي پرمختیا غواړو. که مونږ غواړو هغه تهدیدونه چې افغانستان او سیمه ورسره مخامخ ده دفع او راکم کړو، مونږ د افغانستان او د سیمې او له سیمې اخوا د نورو هیوادونو د گډې همکارۍ څخه پرته بله لار نه لرو".

داعش په ضد جګړه

د ایران سفیر محمد رضا بهرامي همداشان وایي چې که د اسلامي دولت د ډلې شتون په افغانستان کې په یو واقعي او سیمه ییز گواښ بدل شي، هیواد به یې د هغه په وړاندې په جگړه کې مرسته وکړي.

د هغه په وینا په داسې حال کې چې د دې یاغي ډلې پر وړاندې جگړه د کابل مسؤلیت دی، که د افغانستان حکومت دا وانگیري چې "د اسلامي جمهوریت ایران ملاتړ ته اړتیا لري" ایران به په داسې لارو چارو غور وکړي.

ښاغلی بهرامي وایي "د وروستیو څو لسیزو پیښو په زغرده مونږ ته دا روښانه کړه چې په افغانستان کې تهدیدونه یواځې په افغانستان کې نه پاته کیږي، بلکې دا نورو هیوادونه هم گواښوي".

ښاغلَي بهرامي دا هم ویلي " کله چې مونږ د ترهگرۍ او سخت دریځۍ په هکله خبرې کوو، دا یواځې د افغانستان د پولو دننه نه پاتې کیږي. داعش او طالبان ګډ گواښونه دي او حل یې ډله ییزې سیمیزو همکاریو ته اړتیا لري".

XS
SM
MD
LG