د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې سفیر:په افغانستان کې ترهگرۍ ماتې نه ده خوړلې


په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر منتیتسکي
په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر منتیتسکي

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر منتیتسکي وايي هغه هدفونه چې دیارلس کاله وړاندې په افغانستان کې ناتو او امریکا ټاکلي وو، هغه باید بشپړ شي. د هغه په اند د ترهگرۍ او د نشه يي توکو پر ضد مبارزه لا نه ده بریالۍ شوې.

دا په داسې حال کې دي چې د ناتو عمومي منشي جنز ستولتنبرگ د دسمبر د میاشتې په ٢٨ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې "د یاغیانو پر ضد د ائیتلافي ځواکونو جگړې چې نړیوالو ترهگرو تع یې د امن ځایونو د لرلو مخه نیولې ده، زمونږ خپل ولسونه په امن کړي دي. مونږ افغانستان له صفر څخه د یو غښتلي امنیتي پوځ په جوړولو سره غښتلی کړی دی."

له بلې خوا ښاغلی منتیتسکي په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد ښکیلتیا په هکله وایي چې د هغه په اند که څه هم چې مونږ په خپلو اړیکو کې لوړې ژورې درلودی، خو په تیرو باندې باید زیات ټینگار ونه شي.

هغه وایي روسیه لومړنی هیواد و چې په ۱۹۱۹ کې یې افغانستان په رسمیت وپیژانده او ورسره يې دیپلوماتیکی اړیکې ټینګې کړلې. په راتلونکو څلورو کلونو کې به د افغانستان او روسې سل کلنې اړیکې ونمانځل شي او هغه څه چې مونږ به یې تر سره کړو هغه په سیاسی، اقتصادي او پوځي ساحو کې د خپلو اړیکو پراخول دي.

د ښاغلي منتیتسکي سره د آشنا تلویزیون د همکارې رخسار اعظمي مرکه دلته ووینئ:

د روسیې سفیر وایي په افغانستان کې د ناتو او امریکا اهداف نه دي بشپړ شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:05:12 0:00

XS
SM
MD
LG