د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزارت ( پنټگان) ویاند جان کربي وايي چې امریکا به افغانستان یواځي پرې نږدي او د افغانستان سره به اږدمهاله دفاعي اړیکې وپالي. هغه په دې ورستیو کې افغانستان ته تللې و او بیرته امریکا ته د راتگ وروسته یې د امریکا غږ سره ځانگړې مرکه کړې ده.

ښاغلی کربي وايي چې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو د پام وړ پرمختګ کړی دی او د دې وړتیا لري چې د ټول هېواد امنیت تامین کړي. دغه راز نوموړي زیاته کړه چې د امریکا په مشري ناټو به د محاربوي ماموریت د ختمیدو وروسته افغان ملي امنیتي ځواکونو ته په بیلابیلو پوځي برخو کې روزنه او سلامشورې ورکوي.

د ښاغلي کربي سره بشپړه مرکه په دې لاندې لینک کې اوریدلای شیْ.

XS
SM
MD
LG