د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو بیا د کندهار - ارزګان لاره تړلې


افغان ځواکونو درې میاشتې وړاندې دا لار د وسله والو طالبانو له خوا ددوو میاشتو تړلو وروسته د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پرانیستې وه.
افغان ځواکونو درې میاشتې وړاندې دا لار د وسله والو طالبانو له خوا ددوو میاشتو تړلو وروسته د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې پرانیستې وه.

د سیمې اوسیدونکي او امنیتي سرچینې وایي، چې تیره شپه د کندهار د شاولي کوټ او د ارزګان د ترینکوټ ترمنځ سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو څو پوستې د وسله والو طالبانو لا س ته ورغلي چې له امله یې د کندهار –ترینکوټ په لاره تګ راتګ هم بند شوی دی.

د سیمې اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د کندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ او د ارزګان د ولایت د مرکز ترینکوټ ښار ترمنځ د باغتو ، چټ تنګي او تناوچوۍ امنیتي پوستو څخه پولیس په شا شوي او ترینکوټ ښار ته تللي چې ورسره دغه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یوه امنیتي مقام د نوم د نه ښودلو په شرط امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل، چې په دغه سیمه کې د پوليسو شپږ پوستې له جګړې پرته د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د دغې سرچینې د وینا له مخې ددغو پوستو ټول پوليس د ارزګان د امنيې قومندانۍ پورې مربوط وو او تیره شپه هغوی ترینکوټ ښار ته ځانونه رسولي دي.

په ارزګان ولایت کې له تیرو دوو اونیو راهیسې تلیفوني شبکو خپل فعالیت په ټپه درولي او پدې اړه د ارزګان ځايي چارواکو سره اړیکې نیول يې ستونزمن کړي دي.

تیره شپه هم په دغه ولایت کې د ایم ټي این په نوم د یوې مخابراتي شبکې آنتن د نا معلومو وسله والو له خوا په بمونو الوزول شوی دی .

د کندهار – ارزګان لویه لار درې میاشتې مخکې تر دوو میاشتو بندیدلو وروسته د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې پرانیستل شوې وه .

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې وسله وال طالبان اوس د باغتو ، چټ تنګي او تناوچوۍ په سیمو کې د کندهار – ارګان د لويې لارې پر سر لیدل کیږي .

د ۲۰۵ اتل قوال اوردو ویاند ډګرمن محمد محسن سلطاني امریکاغږ ته وويل، چې تیره شپه د تریکوټ ښار په شمالي اړخ چرمګر سیمه کي د افغان ځواکونو د هوایي او مځکني چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې افغان ځواکونو د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې پنځه کلیو میتره پرمختګ کړی دي.

ډګرمن سلطاني وویل، چې اوس هلته د افغان ځواکونو يو شمېر امنيتي پوستې بيا ځاى پر ځای شوې .

په ارزګان ولایت کې له تازه نا امنیو څخه دوې اونۍ پوره شوې چي وسله والو طالبانو لومړی د ولایت پر مرکز ترینکوټ ښار لوی بریدونه وکړه چي وروسته افغان ځواکونو د هغوی پر ضد نظامي عملیات پيل کړه چې لاهم دوام لري .

دازرګان په ولایت کې د روانو عملیاتو مشري د کندهار د پولیسو قوماندان جنرال عبدلرازق په غاړه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه د اروزګان د تازه نا امنیو په اړه کومه تبصره نده کړې .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG