د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په سرپل کې اوولس مسافر تښتولي


که څه هم د سرپل چارواکو د مسافرو د برمته کولو پړه په طالبانو اچولې ده، خو پخپله طالبانو په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.
که څه هم د سرپل چارواکو د مسافرو د برمته کولو پړه په طالبانو اچولې ده، خو پخپله طالبانو په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سرپل ولایتي چارواکي وایي، وسله والو مخالفانو ددغه ولایت د سنچارک په ولسوالۍ کې ۱۷ مسافر چې تیره ورځ د بلخاب له ولسوالۍ د ولایت مرکز ته روان وو برمته کړي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني امریکا غږ سره په خبرو کې دا پیښه تائید کړه او ویې ویل چې دا مسافر د طالبانو له خوا د دغه ولایت د سنچارک ولسوالۍ د "ده مَرده" په کلي کې له موتړو راکښته او نامعلوم لوري ته یې له ځان سره وړي دي.

د والي ویاند وایي، تراوسه د دغو مسافرو د خلاصون لپاره د طالبانو د ډلې او سیمه ایزو مخورو ترمنخ خبرو کومه پایله نه ده لرلې، خو هغه وایي چې د برمته شوو مسافرو د خلاصون هڅې لا هم روانې دي.

که څه هم د سرپل سیمه ایز چارواکي د مسافرو د تښتولو مسولیت په دغه ولایت کې پر سیمه ایزو طالبانو اچولی دی، خو طالبانو تراوسه په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د سرپل د والي ویاند وایي، په برمته شوو مسافرو کې ښځې او ماشومان نشته او ټول برمته شوي سړي دي.

د سرپل ولایت د بلخاب د ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې طالبانو له وړاندې د دغې ولسوالۍ خلکو ته خبرداری ورکړی وو، چې د خپلو ستونزو د هوارلو لپاره دې حکومتي ادارو ته نه ورځي.

د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ ددغه ولایت یوه ناامنه ولسوالۍ ده.

د دغې پیښې درې ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د بغلان – کندز په لویه لاره د ۱۸۵ پورې مسافر تښتولي وو،چې د پلټنو وروسته یې د هغوی له ډلې ۳۵ تنه برمته کړل.

طالبانو د دغو مسافرو له ډلې تراوسه ۱۲ تنه وژلي دي.

د کندز په ولایت کې سیمه ایز چارواکي وایي چې طالبانو تیره ورځ د چاردرې په ولسوالۍ کې د برمته شوو مسافرو له ډلې دوه تنه یې یو جومات سره په ډزو ووژل.

دمخه افغان امنیتي ادارو چارواکو د طالبانو له خوا د لسو مسافرو وژل تائید کړي وو.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي، چې لا هم طالبان اته مسافر له ځان سره ساتي.

د دفاع وزارت ویاند وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې دي، خو د برمته شوو د ژوند د خوندیتوب د اندیښنو له امله په سیمه کې په احتیاط عملیات پرمخ بیایي.

د بلې خوا د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وایي، افغان ځواکونود طالبانو هغه قوماندان نیولی چې د کندز – بغلان په لاره یې مسافر برمته کړي وو.

جاوید فیصل نن د پنجشنبې په ورځ کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې د سړي تښتونکو د دغې شبکې د نورو غړو د نیولو کار لا روان دی.

ښاغلي فیصل وویل "زه غواړم خبر ورکړم چې د هغې پیښې مسولین، اصلي عاملین یې د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو نیولي دي، دا اشخاص دوه شپې مخکې په کندز کې نیول شوي دي لاهم کار روان دی چې د هغوی ټوله شبکه او ملګري ونیول شي ".

د بغلان کندز په لاره د مسافرو پیښه نه یوازې افغان حکومتي چارواکو غندلې ده بلکې د غه پیښه په پراخه کچه د مدني ټولنې د فعالینو له خوا هم غندل شوې ده.

دغه پیښه نن د افغانستان شین غورځنګ لخوا چې مشرۍ یې د ملي امنیت د ادارې پخوانی رئیس امرالله صالح کوي هم د یو لاریون په ترڅ کې وغندل شوه.

لاریون کوونکو پر طالبانو د مرګ شعارونه ورکول، کله یې چې غوښتل د ښار مرکزي برخو ته لاړ شي پولیسو یې مخه ډپ کړه، چې د لاریون کوونکو د غوسې سبب شو خو بیاهم دا لاریون په سوله ایز ډول د عیدګاه جومات مخې ته پای ته ورسیده.

XS
SM
MD
LG