د لاس رسي وړ اتصالات

۲۰۱۷ کې افغانستان ته د مهاجرینو پر راستنیدو د 'آي او ایم' اندیښنه


د مهاجرت نړیوالې ادارې افغانستان ته د مهاجرینو د بیرته راستنیدو د مدیریت په اړه انديښنه ښودلې ده.
د مهاجرت نړیوالې ادارې افغانستان ته د مهاجرینو د بیرته راستنیدو د مدیریت په اړه انديښنه ښودلې ده.

د مهاجرت نړیواله اداره (آی او ایم) وايي، په جبري توګه د مهاجرینو راستنول ښې پایلې نه لري او ټینګار کوي، چې افغان مهاجرین باید په داوطلبانه توګه افغانستان ته راستانه شي.

د مهاجرت د نړیوالې ادارې عمومي رئيس او د افغانستان لپاره د دغې ادارې استازي لورینس هارټ د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د مهاجرت په تړاو یو جوړ شوي ورکشاپ ته وویل، اداره یې افغانستان ته د مهاجرینو د جبري راستنولو پر ځای د داوطلبانه راستنیدو پلوي کوي.

ښاغلي هارټ زیاته کړه، ښايي په روان عیسوي کال کې یو میلون افغان مهاجرین خپل هیواد ته راستانه شي، چې دغه چاره به افغانستان له زیاتو او جدي ننګونو سره مخ کړي.

د ښاغلي هارټ پر وینا، د راستنیدونکو افغان مهاجرینو بهیر د افغانستان د حکومت او مرستندویو بنسټونو قوي مدیریت ته اړتیا لري.

هغه وویل "موږ باید د مهاجرت منفي اغیزو ته جدي پام وکړو، که نه نو هغه کسان چې راستنول شوي دي، د دولت ضد عناصرو سره به یو ځای شي او یا به بیا په وار وار د مهاجرت هڅه وکړي، دا کوم ګواښ نه بلکې حقیقت دی."

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو وزارت د شمیرو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې ۵۸۰ او د روان عیسوي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۵۲ افغان پناه‌غوښتونکي په جبري توګه له اروپايي هیوادونو څخه افغانستان راستنول شوي دي.

خو د مهاجرت د نړیوالې ادارې رئيس وویل، چې په ۲۰۱۶ کال کې ۶۸۰۰ افغانان په خپله خوښه له اروپا څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

افغانستان کې د اروپايي اتحادیې مرستیال جورج کینګم په دې ورکشاپ کې وویل، د پخوا په پرتله اوسمهال په اروپا کې د افغان پناه‌غوښتونکو شمیر کم شوی، خو زیاته یې کړه، چې لا هم په اروپايي هیوادونو کې د پناه‌غوښتنې په برخه کې افغانستان دویم هیواد شمیرل کیږي.

د ښاغلي کینګم پر وینا اکثره افغانان د کار لپاره اروپايي هیوادونو ته مهاجرت کوي او د افغانستان له حکومت څخه یې وغوښتل، چې ځوانانو ته په دولتي او نورو ادارو کې د کار زمینه برابره کړي.

هغه وویل "موږ غواړو چې په دولتي او نورو دفترونو کې د افغان ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره شي، ترڅو هغوی د افغان ټولنې د ګټې لپاره کار وکړي. دولت دې ځونانو ته موقع ورکړي، ترڅو دولتي دنده ولري."

په همدې حال کې افغان حکومت وايي چې د راستنیدونکو مهاجرینو او په کور دننه د بې‌ځایه شوو کډوالو د مدیریت لپاره یې یوه نوې پالیسي جوړه کړې ده.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزیر سیدحُسین عالمي بلخي وویل، د دغې پالیسۍ په عملي کیدو سره به په کور دننه د راستنیدونکو او بې‌ځایه شویو کډوالو چارې په سمه توګه سمبالې شي.

ښاغلي بلخي ټینګار وکړ، چې د مهاجرت ستونزې ته د حل لارې چارې موندلو لپاره په نړیواله کچه هم د هیوادونو ترمنځ د همغږۍ رامنځ ته کولو او ګډ مدیریت ته جدي اړتیا لیدل کیږي.

ښاغلي بلخي په دوام کې وویل "که موږ هر یو تیت او جلا عمل وکړو، زما په فکر نړیوال قاچاقبران او هغه کسان چې انساني قاچاق کوي، یا د قاچاق په توګه له یو هیواد څخه بل هیواد ته مهاجرین لیږدوي، دغه کسان به له موږ څخه مخکیوالی وکړي او د دې پر ځای چې د مهاجرت د پدیدې مدیریت موږ وکړو، هغوی به یې مدیریت وکړي."

په ۲۰۱۶ کال کې له پاکستان او ایران څخه یو میلیون او ۱۱۴زره افغان مهاجرین په ډله ایزه او ناڅاپي توګه خپل هیواد ته راستانه شول، چې له دې شمیرې نږدې ۷۰۰ زرو یې په کوربه هیوادونو کې د مهاجرت له اسنادو پرته ژوند کوه.

د افغانستان د مهاجرینو او راستندیکو وزیر له بهرنیو هیوادونو څخه د افغان مهاجرینو پر دواطلبانه راستنیدو ټینګار وکړ او له کوربه هیوادونو څخه یې وغوښتل، چې د مهاجرت په اړه نړیوال منل شوي قوانین او اصول رعایت کړي.

XS
SM
MD
LG