د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ګوندي ټاکنو بله سیالي په نیوهمشایر کې ده


هیلري او کروز د ایووا ایالت د ګوندي ټاکنو مخکښان دي.

هیلري او کروز د ایووا ایالت د ګوندي ټاکنو مخکښان دي.

د ایووا ایالت له ګوندي انتخاباتو وروسته، د امریکا د جمهوري ریاست احتمالي کاندیدان بله مبارزه د نیوهمشایر په ایالت کې کوي.

د ایووا په ایالت کې مقدماتي انتخابات وشول او مخکښ کاندیدان یې رادبره کړل، بل پړاو ته یې په نیوهمشایر کې انتظار ایستل کېږي.

په ایووا ایالت کې د ویلیمز د کورنۍ لپاره په گوندي جرگه گیو او ټولنو کې برخه اخېستل خورا مهمه پریکړه وه.

مېرمن ویلیم وايي غواړي په دې پوه شي چی په انتخاباتو کې دادواړه خواوې یعنې دموکراتان او جمهوري خواهان کوم لوري ته ځي.

مېرمن ویلیم او دهغې خاوند آلي ویلیم د والي چرچ نومې سیمه کې دوه مخالفو اړخونو ته ورغلل. په دغه ځای د دموکراتانو او جمهوري غوښتونکیو دواړو گوندونو د کاندیدانو لپاره د رایو اچولو ځایونه جوړ شوي وو.

مېرمن ویلیم وايي چې دازموږ لپاره اسانه وه چې دلته راشو، ځکه چی موږ خپل ماشومان هم له ځان سره راوستل.

ددې کورنۍ لپاره سخته پریکړه دانه وه چې کوم کاندید ته رایه ورکړي، بلکه ماشومان دا شپه په مور او پلار دواړو کې له چاسره تېره کړي. دهغوی پلار دارایه وگټله.

ماشومان په خپلو څوکیو کیناستل چې پلارېې جمهوري غوښتونکي کاندید مارک روبیو ته رایه ورکړي. د ماشومانو مور مېرمن ویلیمز د دموکراتې هېلري کلنټن ملاتړ کوي، هغه هلته ولاړه چی رایه ورکړي.

دا لومړی ځل دی چی د ویلیمز کورنۍ په گوندي جرگه گۍ کې رایې ورکوي.

ملیاردر کاندید ډانلډ ټرمپ زوی په ایو وا کې دا خبره ډېره اورېدلې ده. هغه وايي دی ډېر خلک ویني چې داخبره کوي:.. دا زما لومړی ځل دی چې په گوندي انتخاباتو کې رایه ورکوم او یا مې په تېرو لسو یاشلو کلونو کې اول ځل دی او موږ داکار ستا د پلار لپاره کوو.

په لویدیځ ډموئین کې، د جمهوری غوښتونکیو په دې گوندي جرگه گۍ کې د ٣٥٠ رایو ورکوونکیو د راتللو اټکل شوی و.

خو کله چې رایې ورکړل شوی، نو شمېر ېې ۴٦٠ ته ورسېد. د رایو ورکوونکیو شمېر له تمې نه زیات و. د جمهوری غوښتونکیو رایو ورکوو نکیو شمېر د ایووا په ایالت کې بې سابقې و.

ښاغلي ویلیم په گوندی انتخاباتو کې د راېې ورکولو پریکړه ډېره وروسته وکړله، خو د هغه راېې له کاندید مارک روبیو سره مرسته وکړه چی د دغه ځای گوندي انتخابات وگټي.

آلي ویلیم وايي "دا چي زه دې انتخاباتو ته راغلم اوس ډېر خوشاله یم. زه فکر کوم چې حآلات د مارک روبیو په گټه نه وو، هېله ده دا په ټاکنو کې دراتلونکېو څو میاشتو لپاره دامید ښه نښه وي."

د گوندي جرگه گۍ یوې رایې ورکوونکې شیلا والر وویل:.. نن دلته ټوله ورځ د کروز او ټرمپ خبرې کېدلی، خو په اصل کې زیات خلک مارک روبیو ته راغلي وو.

د کاندید ډانلډ ټرمپ زوی، کشر ډانلډ ټرمپ د انتخاباتي هڅو په برخه کې وايي" د ایوه اوږده او ستومانه کوونکې مبارزه ده، خوسړی باید ادامه ورکړي، زما پلار دا ستونزه نلري، هغه په دې برخه کې فوق العاده انرژي او حوصله لري."

که څه هم ډانلډ ټرمپ په نظر پوښتنو کې ډېر مخکې و، خو د ایووا په ایالت کی بریالی نشو. دهغه زوی نیوهمشایر او جنوبي کرولاینا ته او په پای کې دېته سترگې په لاری دی چې د هغه پلار کاندید ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتو نوماندي وگټي.

یوشمېر کاندیدانو چې په ایو وا کې ډېر ې کمې راېې وگټلې، هغوی د خپلو انتخاباتي مبارزو نه لاس واخیست، خو د ویلیمز کورنۍ هېله منه ده چی د هېلري کلنټن او مارک روبیو لپاره بل ځل هم راېې ورکړي.

XS
SM
MD
LG