د لاس رسي وړ اتصالات

آیفون ۷ له ۱۰ نویو ځانګړتیاوو سره معرفي شو


Apple Inc CEO Tim Cook discusses the iPhone 7 during an Apple media event
Apple Inc CEO Tim Cook discusses the iPhone 7 during an Apple media event

د آیفون ۷ ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

آیفون ۷ پخوانیو آیفونونو ته ډیر ورته والی لري او د څلورو مخکنیو رنګونو ترڅنګ په تور رنګ کې هم خرڅیږي.

سکرین یا ښیښه یې د راتینا اچ ډي لوړ کیفیت لري او د ډیرو رنګونو د ښوولو ظرفیت لري.

هوم بټن یا د سکرین تڼۍ یې د تنظیمیدلو قابلیت لري، د فشار په وړاندې حساسه او کله چې ټکان وخوري، عکس العمل ښيي.

اوبه او دوړې نه په کې ځي.

د جک غوږۍ نه لري او غوږۍ او نور وسایل ورسره د جک چارجر له لارې وصل کیږي.

د پخوانیو آیفونونو برخلاف، دوه سپیکره لري او د سټریو د غږ د خپرولو وړتیا لري.

آیفون ۷ او آیفون ۷ پلس د پخوانیو هغو په پرتله ښې کمرې لري. د آیفون ۷ کمره د آیفون ۷ شپږ په څیر ۱۲ میګا پکسله ده خو اپرچر یې لوی شوی او په تته رڼا کې ښه عکس اخیستل شي. آپټیکل ستیبلایزر یا د لنز د ثابت ساتلو ځانګړتیا لري او د عکس اخیستلو پرمهال که چیرې لاس مو هم وښوریږي، ښه عکس اخیستلی شي. آیفون ۷ پلس د ۵۶ ملي متري تلي فوټو یوه اضافي کمره هم لري او کولی شي له لرې واټن څخه ښه عکسونه واخلي.

د آیفون ۷ د بطرۍ ظرفیت ډیر شوی او د مخکنیو هغو په پرتله ډیر وخت چارج ساتلی شي. د اپل شرکت وړاندوینه کوي چې د آیفون ۷ د بطرۍ چارج ۱۲ ساعته او د ۷ پلس دوه ساعت نور هم چارج ساتلی شي.

د اي ۱۰ نوی چپ لري چې د تلیفون سرعت یې ډیر کړی.

عامل سیستم یې " آی او اس ۱۰ " دی چې خپلې نوې ځانګړتیاوې لري.

آیفون ۷ او ۷ پلس د حافظې په لوړ ظرفیت یعنې ۳۲ جي بي، ۱۲۸ جي بي او ۲۵۶ جي بي بازار ته وړاندې کیږي.

آیفون ۷ له ۳۲جي بي حافظې سره د ۶۴۹ امریکايي ډالرو په بیې او ۳۲ جي بي حافظې لرونکې آیفون ۷ پلس به۷۶۹ډالره بیه ولري. آیفون ۷ په آنلاین بڼې د سپټمبر د میاشتې له نهم تاریخ څخه په امریکا او یو شمیر نورو هیوادونو کې خرڅلاو ته وړاندې کیږي.

د اپل د شرکت د محصولاتو په معرفي کې، د دغه شرکت نوی ځیرک ساعت هم وښودل شو.

نوی اپل واچ
نوی اپل واچ

د اپل شرکت په داسې حال کې له خپل ډیر خرڅیدونکي محصول څخه پرده پورته کوي، چې سیال شرکت یې سامسنګ د ګلګسي نوت ۷ د ټیلیفون په بطرۍ کې د رامنځته شوي مشکل له امله له سرخوږي سره مخامخ دی. سامسنګ د دغه تلیفون خرڅلاو بند کړی او له خپلو مشتریانو یې غوښتي چې شاوخوا دونیم میلیون خرڅ شوي تیلیفونونه بیرته د دغه شرکت نماینده ګیو ته ور وړي.

XS
SM
MD
LG