د لاس رسي وړ اتصالات

ممبۍ انډینز د هند د آی پي ايل سیالیو اتلولي وګټله


دا دویم وار دی چې ممبۍ انډیز د هند د آی پي ایل سیالیو اتلولي ګټي.
دا دویم وار دی چې ممبۍ انډیز د هند د آی پي ایل سیالیو اتلولي ګټي.

د هند د غوره لوبډلو د سیالیو پایلوبه د کلکتې په ښار کې وشوه. چنايي سوپر کنګز د پچې له ګټلو وروسته ممبۍ انډینز ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه چې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې مخالفې لوبډلې ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

خو، چنايي سوپر کنګزې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۱ منډې وکړې او لوبه یې وبایلله.

روحیت شرما د ممبۍ انډینز او مهندر سنګ ډوني د چنايي سوپر کنګز کپټان وو.

د لوبې غوره لوبغاړی د ممبۍ لوبغاړی سایمن شو، ده په ۴۵ توپونو ۶۸ منډې وکړې د خپلې لوبډلې په اتلولۍ کې یې مهم رول ولوبوه

د اي پي ایل لومړنۍ سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې وشوې چې راجستان رایلز وګټلې. چنايي سوپر کنګز او کلکته نایټ رایډرز دوه دوه وارې او ډکن چارچرز یوه وارې د دغو سیالیو اتلولي ګټلي دي.

آی پي ایل سیالۍ که تجارت

آی پي ایل چې یوه لویه تفریح هم بلل کیږي، اوس په یو لوی تجارت او کاروبار بدل شوی دی، آی پیل ایل هر کال کې یو وارې کیږي چې کور د ننه او بهر لسګونه زره مینوال لري.

په دغو سیالیو کې د هند د مشهور او ځینو نورو کورنیو لوبغاړو سربېره، د نړۍ د مشهورو لوبډلو او کلپونو مشهورې څېرې هم لوبیږي.

په سږني ټورنمنټ کې اته لوبډلې وې چې ځینې یې د هند د سینما د مشهورو لوبغاړو دي، لکه د کلکتې لوبډله د شاه رخ خان او د پنجاب لوبډله د پرټي زېنټا ده. پر دې سربېره ځینې نورې لوبډلې بیا د هند د لویو پانګوالو او سوداګرو دي.

د کلکتې لوبډله د شاه رخ خان او د پنجاب لوبډله د پرټي زېنټا ده. د شاه رخ خان لوبډلې د تېر کال اتلولي ګټلې وه.
د کلکتې لوبډله د شاه رخ خان او د پنجاب لوبډله د پرټي زېنټا ده. د شاه رخ خان لوبډلې د تېر کال اتلولي ګټلې وه.

دغو سیالیو ته، لوبغاړي د یو ازادۍ بازار یا بولۍ له لارې پېرودل کیږي چې سږ کال تر یوراج سنګ تر ټولو په لوړ قیمت، دوه اعشاریه اووه پنځوس میلیونه ډالره (۲،۵۷) پېرودل شوی و. ده د ډیلي ډرډېولز کپټان و.

د ۲۰۱۷ کال په سږنیو لوبو کې ټولټال ۶۷ لوبغاړي ولوبېدل چې ۲۴ لوبغاړي یې نړیوال او نور یې هندیان وو.

د هند د کرېکټ بورډ چارواکي وايي د دغو سیالیو یو لوی هدف دا دی چې د هند ملي لوبډلې ته غوره لوبغاړي او استعدادونه وموندل شي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG