د لاس رسي وړ اتصالات

د هند غوره لیګ؛ سنرایزرز ډیویډ وارنر له کپتانۍ لېرې کړ


د سنرایزرز حیدر آباد په لوبډله کې ۳ افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان لوبه کوي.
د سنرایزرز حیدر آباد په لوبډله کې ۳ افغان لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان لوبه کوي.

د هند د غوره لیګ (آی پي ایل) په سیالیو کې سنرایزرز حیدرآباد لوبډلې ډیوډ ورارنر له کپتانۍ څخه لېرې کړ او پر ځای یې کین ویلیمسن وټاکه.

د لوبډلې په رسمي اعلامیه کې راغلي چې "سر د سبا مۍ دویمه (غوايي۱۲) نه د لوبو تر پایه کین ویلیمسن د ډیوډ وارنر پر ځای د لوبډلې کپتان وي. "

په اعلامیې کې د کپتان د بدلولو د دلیل په هکله څه ندي ویل شوي خو دا پکې راغلي چې د سنرایزرز حیدرآباد لوبډله پلان لري د سیالیو په پاتې لوبو کې د بهرنیو لوبغاړو ترکیب بدل کاندي.

سنرایزرز همدارنګه ویلي چې اسټرالیایي لوبغاړي ډیوډ وارنر د څو کالونو راهیسې د لوبډلې لپاره ډیر اغېزناک لوبغاړی و او په پاتې لوبو کې به "د لوبو په ډګر کې دننه او بهر د لوبډلې د کامیابۍ لپاره هلې ځلې کوي."

د سنرایزرز حیدرآباد لوبډلې د هند د غوره لیګ یا آی پي ایل په روانو سیالیو کې د کپتان ډیوډ وارنر تر مشرۍ لاندې شپږ لوبې کړي او یوازې یوه یې ګټلې ده.

دا لوبډله اوسمهال د نمرو په جدول کې آخري مقام لري.

پدې لوبډله کې درې افغان لوبغاړي، محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان هم لوبه کوي.

  • 16x9 Image

    عاشق الله رحیمزوی

    عاشق الله رحیمزوی د ۲۰۰۹ میلادي کال راپدیخوا د امریکا غږ د افغانستان د څانګې سره د راډیو، ویب پاڼې او  تخنیک په برخې کښې همکاري کوي. نوموړی د خبرو اترو د خپرونې تر څنګ د ځوانانو د اوونیزې خپرونې کوربه هم دی.
XS
SM
MD
LG