د لاس رسي وړ اتصالات

ایران، عربستان د ترهګرۍ او فقر په خپرولو تورن کړ 


حسن روحاني وايي په منځني ختیځ کې د روان ناروین ګټه هیڅ مسلمان هیواد ته نه رسیږي
حسن روحاني وايي په منځني ختیځ کې د روان ناروین ګټه هیڅ مسلمان هیواد ته نه رسیږي

حسن روحاني وايي که عربستان د وسلو رانیولو پر ځاې له بیوزلو مسلمانانو سره مرسته کړې واې، اسلامي نړۍ کې به فقر له منځه تللې واې.

ایراني ولسمشر حسن روحاني پر سعودي عربستان تور لګولی چې د ناسمو تګلارو له کبله یې په سیمه کې ترهګرۍ او بې وزلۍ ته وده ورکړې ده.

ښاغلي روحاني د یکشنبې په ورځ وویل په یمن کې د سعودي په مشرۍ د ائتلاف بمباریو او په سوریه کې د بشارالاسد له حکومت سره د ریاض کلک مخالفت، هیڅ یوه اسلامي هیواد ته ګټه نده رسولې.

ولسمشر روحاني وویل په اسلامي هیوادونو کې د روان ناورین ګټه یوازې اسرائیلو ته رسیږي، خو پدې هکله یې نور سپیناوی ورنکړ.

ایراني ولسمشر دغه راز وویل په تیرو دوو لسیزو کې چې څومره پیسې سعودي‌ عربستان د وسلو په رانیولو لګوي، که یې له خوارو هیوادونو سره په مرستو مصرف کړي واې نو په اسلامي هیوادونو کې به فقر له منځه تللې واې.

سعودي په یمن کې د ایران پلوو شیعه هوثیانو په ضد جګړه کوي. په سوریه کې بیا ایران د بشارالاسد، چې هغه هم شیعه-مذهبه دی، د رژیم کلک ملاتړ کوي خو عربستان او امریکا وايي الاسد باید له واکه لرې شي.

سعودي چارواکي بیا ایران په سیمه کې د شیعه ایزم په خپرولو او د خپل واک په پراخولو تورنوي.

تهران او ریاض په یمن، سوریې او عراق کې ژور سیاسي اختلافات لري او دواړه هیوادونه په منځني ختیځ کې په خونړیو سیالیو ګرم ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG