د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی، زرداري او احمدي نژاد وایي د تروریزم پر ضد به ګډه مبارزه کوو


کرزی، زرداري او احمدي نژاد وایي د تروریزم پر ضد به ګډه مبارزه کوو
کرزی، زرداري او احمدي نژاد وایي د تروریزم پر ضد به ګډه مبارزه کوو

دفرانسی، خبري اژانس (AFP) لېکي چې دافغانستان ، پاکستان اواېران جمهورورئېسانو په دې باندی، د شنبی په ورځ سره روغه وکړله چې د ترهګری اوافراطېت خلاف مبارزه کې لاسونه سره ېوکړی.

هغوی داخبری په تهران کې په داسی وخت کې وکړلی چې دترهګری ضد عالې غونډه کې ېې برخه اخېستی وه. په همدی ترڅ کې په افغانستان کې په ېوه روغتون کې دبم په چاودنه کې تقرېبا 60 کسان وژل شوېدی. ددغو دری واړو ګاونډېو هېوادونو مشترکه اعلامېه هم په داسی وخت کې خپرېږی چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما اعلان وکړ چې دی به د امرېکا د 99 زرو عسکرو له جملی نه 33 زره عسکر دراتلونکی کال په اوړي کې له افغانستان څخه بېرته راوباسی.

د افغانستان ، پاکستان او اېران په ګډه اعلامېه کې دری واړو خواو په خپل تعهد او هڅو ټېنګار وکړ چې د افراطېت، سخت درېځتوب او ترهګری جرړی وباسی. هغوی دری واړو د بهرنی مداخلی مسله رد کړله ځکه چې له ېوې خوانه د اسلام له روحېې سره ضدېت لری؛ له بل پلوه ددغی سېمی له سوله ئېز ، کولتور اوخلکو له ګټوسره ضدېت لری.

دفرانسی خبری اژانس لېکی چې دری واړو ګاونډېوهېوادونو په دې هم موافقه وکړله چې په اېنده کې به د خارجه وزېرانو، داخله وزېرانو، ملی امنېت او مالېې دوزېرانو په کچه له ېوبل سره ملاقاتونه جاری ساتی. په دغوملاقاتو نو کې به د بلی غونډی لپاره نقشه اوپلان جوړکاندی. ټاکل شوېده چې بله غونډه په اسلام اباد کې د 2011 م کال له پای نه مخکی وشی.

دفرانسی خبری اژانس داېران درسمی خبری اژانس اېرنا له قوله لېکی چې دری واړو جمهوررئېسانو حامدکرزي ، اصف علی زرداری او محمود احمدی نژاد د جمعی په ورځ له ېوبل سره خبری وکړلی. د شنبی په ورځ به د شپږ و هېوادونو کنفرانس چې دترهګری خلاف مبارزې لپاره وشی. دری واړو مشرانو په هغو لارو چارو هم بحث وکړ چې له ترهګری ، افراطېت او مخدره موادو له قاچبرانو سره څنګه مبارزه وکړی.

دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزی په دغه دوه ورځنی کنفرانس کې ووېل که څه هم دده حکومت کوشش کوی خو سره له دې هم په افغانستان او سېمه کې افراطېت مخ په زېاتېدو دی. ښاغلی کرزی زېاته کړله چې له بده مرغه د ښوونی او روزنی ، اقتصادی بنسټېزو او بېارغونی په ډګرو نو کې د لاسته راوړنو سره سره بېاهم په افغانستان کې امن او سوله رانغلله. خو ترهګری مخ په پراخېدوده او افغانستان او سېمه ېې ترپخوا ډېره له ګواښ سره مخ ده.

د پاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداری ووېل ترهګري انسانی او خدايی ارزښتونه دواړه تر پښو لاندی کوی ځکه چې مرګ ژوبله او تخرېب پرخلکو تحمېلوی، هغوی په هېڅ دېن عقېده نلری. هغه ووېل چی پاکستان د ترهګری په برېدونو کې 35 زره تلفات ګاللی دی. په دې جمله کې 5 زره کسان دامنېتی قواو مسوولېن وو چې تراوسه پورې وژل شوېدی. هغه مالی خساره چی دترهګری له امله پاکستان ته تراوسه پورې وراووښتی ده هغ 67 ملېاردو ډالرو ته رسېږی.

د فرانسی خبری اژانس لېکی محمود احمدی نژاد د خپلې وېنا په ترڅ کې پرامرېکا خپل ازلی دښمن امرېکا په دې تورنه کړله چې د 2001 م کال د سپتمبر 11 می نېټی برېدونه دېوې پلمی په توګه استعمالوي او سېمی ته ېې عسکر رالېږلی دی. اېرانی مشر ووېل چې امرېکا د سپتمبر د 11 می له برېدونو نه دا استفاده کړېده چی دوه هېوادونه اشغال کړی او خلک ووژنی ، زخمی ېې کړی او په سېمه کې ېې بې ځاېه کړي .

دفرانسی خبری اژانس په پاې کې لېکی چې د سېمی دشپږ هېوادونو دغه کنفرانس به ترهګری خلاف په راتلونکې کال کې په بغداد کې وشی او ېوداېمی سکرترېت به ورته په تهران کې جوړ شی.

XS
SM
MD
LG