د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د تیلو افغان ټانکرونو ته اجازه ورکړه


Beyoncé
Beyoncé

د افغانستان مطبوعاتو ویلي چی ایران افغانستان ته د تیلو د انتقال هغو ټانکرونو ته اجازه ورکړي چی د تیرو دریو اونیو راهیسی په سرحد کی ایسار شوي وو.

په دی رپوټ کی راغلي چی د ایران د جمهور ریس مرستیال رضا رحیمي نن د افغانستان د جمهور ریس د مرستیال قسیم فهیم سره د ملاقات په وخت کی ژمنه وکړه چی افغانستان ته به د تیلو د انتقال لړۍ دوام پیدا کړي.

قسیم فهیم ویلی چی ایراني چارواکیو دا پریکړه د هغه په غوښتنه وکړه.

افغان چارواکی وایی ایران تقریبا دوه زره د تیلو د انتقال ټانکرونه په دی میاشت کی بند کړی وو او اجازه یی نه ورکوله چی د ایران د سرحد نه واوړی او افغانستان ته داخل شي او داسی ښکاري چی هغوی گمان کاوه چی دا تیل به د امریکا په مشرۍ د ناتو قواوو ته انتقالیږي.

خو د کابل حکومت وایی چی دا تیل یوازي د ولسی وگړو لپاره دي چی د ژمي په یخنۍ کی د خپلو کورونو د گرمولو لپاره دی تیلو ته سخت ضرورت لري.

ایران په افغانستان کی د ناتو د قواوو د عملیاتو سره مخالف دئ او په خپل گاونډي ملک افغانستان کی د تشدد پړه په هغوی وراچوي ، امریکایی چارواکي د ډیر وخت راهیسی په ایران تور لگوي چی په افغانستان کی یاغیانو ته پیسی او وسلې ورکوي چی د ناتو د قواوو سره وجنگږي.

XS
SM
MD
LG