د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ومنله چې افغانستان ته یې پیسې ورکړي


ایران ومنله چې افغانستان ته یې پیسې ورکړي

ایران اعتراف کړی چې د افغانستان حکومت ته یې د کلونو راهیسې په دې منظور پیسې ورکړي چې د دې جنگ ځپلي ملک په بیا ودانولو کې مرسته کړې وي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند رامین مهمانپرست نن وویل چې ایران د گاونډي ملک افغانستان د سولې او ثبات په اړه اندیښنه لري او خپلې مرستې ته به دوام ورکړي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پرون وویل چی د هغه حکومت د ایران نه د پیسو کڅوړې ترلاسه کړي دي او وایي چې دا د مرستې یو شفاف ډول دی.

ښاغلي کرزي وویل چی دغه پیسې پټې یا غیر معمول نه وې او د امریکا په شمول د نورو انډیوالو ملکونو نه مو چې کومې پیسی ترلاسه کړي، دې پیسو د هغو نه چندان تفاوت نه درلود.

ښاغلي کرزي د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د هغه رپوټ په ځواب کې خبرې کولې چې لیکلي یې وو د هغه د دفتر رئیس عمر داودزي ته ایران پیسې ورکوي چې په افغانستان کې د ایران د منافعو دفاع وکړي.

امریکا وایی چی دایران د کړو نه تشویش لری ځکه چی په سیمه کی د بی ثباتنۍ د اچولو سابقه لري.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فلیپ کرولي وویل چی واشنگټن د ایران په دی حق چی د افغانستان سره مرسته وکړی او یا د افغانستان د حق په اړه چی هغه ومنی کوم سوال نه دی مطرح کړی.

ښاغلي کرولي وویل چی امریکا هم افغان چارواکیو ته نغدي پیسې ورکړي دي، خو د پیسو د ورکولو دا طریقه په دی وروستیو کلونو کی تر ډیره حده پوری له مینځه وړل شوې ده.

د سپینی ماڼۍ ویاند بیل برتن وویل چی نړیواله ټولنه کاملآ حق لری چی په افغانستان کی د ایران د مداخلی په اړه اندیښنه ولري.

د امریکا یوی معتبری ورځپاڼی رپوټ ورکړی و چی د افغانستان جمهور ریس او د هغه دفتر د خارجی ملکونو ورکړل شوی نغدی پیسی د پارلمان غړو ، قومی مشرانو او حتی طالبانو ته ورکوی چی د هغوی وفاداری تر لاسه کړي.

نیو یارک ټایمز د یو شمیر منابعو له قوله چی نومونه یی نه دی خپاره کړی لیکلی چی ایران د خپل نفوذ نه کار اخلی چی د افغانستان ، ناتو او امریکایی انډیولانو ترمینځ درز واچوي.

خو ښاغلي کرزي وویل چی ایران په دی خاطر پیسی ورکوی چی غواړی د افغانستان سره ښی اړیکی ولري.

په افغانستان کی د ایران سفارت پرون د ورځپاڼی دغه رپوټ بی اساسه او توحینو آمیزه وباله.

د ایران پارلمان نن د ایران د بهرنیو چارو په وزیر منوچهر متکی باندی غږ وکړ چی پارلمان ته راشی او د دغی موضوع وضاحت وکړي او افغانستان ته د دی پیسو د مقدار او علت په اړه تشریحات ورکړي.

XS
SM
MD
LG