د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د امریکا نیول شوي ماڼوګان پرېښودل


هغه بېړۍ چې د ایران اوبو ته ننوتلې وې، دا ډول وې.
هغه بېړۍ چې د ایران اوبو ته ننوتلې وې، دا ډول وې.

امریکا وايي ایران نن هغه لس امریکايي ماڼوګان پرېښودل چې د سه شنبې په ورځ يې نیولي وو. هغوی د ایران اوبو ته تر ننوتلو وروسته ونیول شول.

د امریکا د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ایرانیانو د توقیف پر مهال نیول شوي نهه سړي او یوه امریکايۍ ښځه زورولې او ربړولې نه ده.

د امریکايي ماڼوګانو دوه بېړۍ د فارس په خلیج کې د کويټ او بحرین ترمنځ اوبو کې روانې وې چې له مرکز سره یې اړیکې پرې شوې.

امریکايي چارواکي وايي چې هغوی د فارس په ټاپو کې نیول شوي دي.

امریکا پېښه څېړي

د امریکا سمندري ځواکونه وايي چې دغه پېښه به وپلټي.

د ایران انقلاب ګارد ویلي نیول شوي امریکایي ماڼوګان یې له هغه وروسته خوشې کړل چې امریکا بخښنه وغوښته او ژمنه یې وکړه چې بیا به دا کار نه کیږي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي متحده ایالاتو ددې پیښې په هکله هیڅ ډول بخښنه نه ده غوښتې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي، وایي " دا راپور چې گواکې د بهرنیو چارو وزیر جان کېري له ایران نه بخښنه غوښتې ده، رښتیا نه دی."

د ایران رسمي تلویزون د دغه هېواد د انقلابي ګارد د سمندري ځواکونو د مشر، جنرال علي فدوي، له خولې ویلي چې د امریکا یوه بېړۍ د کومې تخنیکې ستونزې له کبله د ایران اوبو ته ننوتلې وه.

هغه وايي "شاید یوه کښته تخنیکي ستونزه وه، خو اوس دقیقه معلومه نه ده."

چارواکي وايي ایرانیانو له نیول شویو امریکايانو سره بد چلند نه دی کړی.
چارواکي وايي ایرانیانو له نیول شویو امریکايانو سره بد چلند نه دی کړی.

د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي وویل " زما خپله ارزونه دا ده چې امریکايي ماڼوګان د ایران په اوبو کې نیول شوي دي. "

د فارس جزیره د ایران د انقلابي ګارډ د قول اردو د سمندري ځواکونو اصلي مرکز بلل کیږي.

اوباما او ایران

ولسمشر اوباما چې د چهارشنبې په شپه یې د امریکا کانګرس ته خپله وروستۍ وینا اوروله، د دغې پېښې په اړه یې هېڅ هم ونه ویل.

خو له ایران سره یې د اتومي تړون لاسلیک کېدل یاد کړل او وویل" نړۍ له یوې بلې جګړې څخه وساتل شوه."

په پام کې ده چې دغه تړون په را رونو څو ورځو کې پلی شي، ایران د دغه کار لپاره د خپلو اتومي فعالیتونو د کنټرول لپاره وار د مخه یو لړ اقدامات کړي دي.

لویديځ حکومتونو منلې چې د دغه کار په بدل کې به پر ایران لګول شوي اوږده اقتصادي بندیزونه لېرې کوي.

XS
SM
MD
LG