د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ایران د خبرداري برسیره هورموز ته بله بیړۍ واستوله


امریکا د ایران د خبرداري برسیره هورموز ته بله بیړۍ واستوله
امریکا د ایران د خبرداري برسیره هورموز ته بله بیړۍ واستوله

د امریکا یوه الوتکه وړونکې بیړۍ د فارس په خلیج کې د هورموزتنگي ته روانه شویده. ددې بیړۍ د حرکت نه یوه میاشت مخکي ایران امریکا ته خبرداری ورکړی و چې دغه ستراتیژیک تنگي ته خپلی بیړۍ و نه لیږي.

د امریکا د سمندري قوې د پنځمې قطعې ویاندې وویل چې د امریکا ابراهیم لنکن الوتکه وړونکې بیړۍ پرون بې له کومې پیښې خلیج ته ننوته شوه.

وروسته له هغه نه چې امریکا تیره میاشت په خلیج کې خپله الوتکه وړونکې بیړۍ بیا ځای په ځای کړه، ایران پنتاگان ته خبرداری ورکړ چې سیمی ته بله بیړۍ و نه لیږي. دا نه ده څرگنده شوی چې ایران به اوس څه به وکړی ، خو ایرانی مامورینو د شنبې په ورځ بیا هغسی گواښ و نکړ او د امریکا د الوتکې وړونکې بیړۍ ظاهریدل یې عادي او نورمال حرکت وباله.

XS
SM
MD
LG