د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران د اټومي پروگرام په سر مهمې نړیوالې خبري رواني دي


ایران: د امریکا بندیزونه د ایران په خلاف ((رواني جګړه)) ده.
ایران: د امریکا بندیزونه د ایران په خلاف ((رواني جګړه)) ده.
د نړۍ د شپږو قدرتونو او ایران ترمنځ د ایران د لانجمن آټمي پروګرام په اړه خبرې روانې دي

د امریکا د باندینو چارو وزیر، جان کیري د ایران نه غوښتې دي چې د خپل اټمي پروګرام په اړه دې د دپلوماتیکي حل لارې د موندلو لپاره کار وکړی.

دغه خبرې د قزاقستان په مرکز الماتا کې یو جمع پینځه د ډلې او د ایران ترمنځ کیږي. د یو جمع پینځه په ډلې کې امریکا، بریتانیا، فرانسه، روسیه، چین او جرمني شامل دي. تمه نه کیږي چې په دغو خبرو کې دې پرمختګ وشي.

د نړۍ قدرتونه تمه کوي چې که چیري د ایران حکومت موافقه وکړي چې د یورانیمو د غني کولو پروسه به دروي نو په ایران باندې به بندیزونه نرم شي.

ایران وايي چې اټمي پروګرام یې سوله ییزه مقاصد لري خو یو شمیر نور ملکونه بیا تشویش لري چې د ایران د اټمي پروګرام مقصد کیدی شي دا وي چې اټمي وسلې جوړي کړي.
XS
SM
MD
LG