د لاس رسي وړ اتصالات

موسوي: د حکومت پرضد مبارزې ته دوام ورکوو


د ایران مخالف مشر میر حسین موسوي وایی چی دی به د حکومت په خلاف خپلي مبارزې ته دوام ورکړی.

هغه دا تبصره نن د شنبې په ورځ چی د ایران د جمهوري ریاست د جنجالي انتخاباتو یوه کلنه کالیزه وه، وکړه.

مخالفو ډلو په نظر کی درلودل چی په دې ورځ مظاهرې وکړی، مگر موسوی او یوه بل مخالف مشر مهدی کروبي ددې هفتې په سر کي وروسته له هغه چی پولیسو گواښونه ورته وکړل چی مظاهرې به یې وځپي، ددې مظاهرو نه تیر سول. دوی دواړو وویل چی دا فیصله یې ددې دپاره وکړه چی د خلکو مال او سر وساتل سي.

په ٢٠٠٩ کال کی ددې انتخاباتو نه وروسته مخالف مشران لارو کوڅو ته راووتل او احتجاجونه یې وکړل او ویل یې چی جمهوررئیس محمود احمدي نژاد دا انتخابات د تقلب او ټگۍ برگۍ له لاري گټلي دي. حکومت دا تور رد کړ او د مظاهره چیانو په مقابل کی یې سخت عکس العمل وښود او په زرگونو کسان یې بندیان کړل چي په دغو بندیانو کی څو فعالین د مرگ د سزا سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG