د لاس رسي وړ اتصالات

ایران نوي بالستیک میزائیل وازمایل


د ملگرو ملتونو کارپوهان وایي د ایران دغه ازمائیل شوې بالستیک تکنالوژي د امنیت د شورا د پریکړه لیک له مخې بنده شوی وه.
د ملگرو ملتونو کارپوهان وایي د ایران دغه ازمائیل شوې بالستیک تکنالوژي د امنیت د شورا د پریکړه لیک له مخې بنده شوی وه.

د ایران دولتي اژانس ایرنا وایي د ایران سپاه پاسداران د پوځي تمرینونو د لړۍ په ترڅ کې په تیرو څو ورځو کې لنډ او منځني واټن ویشتونکي بالستیک میزائیل ازمایلي دي.

ایرنا د سپاه پاسداران د یو جنرال امیر علي حاجي زاده له خولې ویلي چې دغه میزائیل د ٣٠٠ څخه نیولی تر ٢٠٠٠ کیلومیتره پورې واټن کې اهداف په نښه کولای شي.

د اسوشیتیدپرس اژانس د راپور له مخې ایران د اکتبر په میاشت کې په بریالیتوب سره له فضا څخه فضا ته اوږد واټن ویشتونکي بالستیک میزائیل و ازمایل.

دا د تیر اوړي راپدیخوا د ایران او لویدیځو نړیوالو ځواکونو ترمنځ د اتومي موافقې وروسته د ایران لخوا د وسلو لومړنۍ ازموینه وه.

د ملگرو ملتونو کارپوهان وایي د ایران لخوا د بالستیک تکنالوژي کارونه د امنیت د شورا د پریکړه لیک له مخې بنده شوی وه.

د جنورۍ په میاشت کې متحده ایالاتو پر هغو اشخاصو او کمپنیو باندې نوي بندیزونه ولگول چې د بالستیک میرائیلو له پروگرام سره یې تړاو درلود.

ایران وایي دغه میزائیل داسی جوړ شوي چې اتومي وسلې نه شي لیږدولای. خو ایران ادعا کوي چې د هوا څخه هوا ته داسې میزائیل لري چې په ٢٠٠٠ کیلومیتره واټن کې هدف ویشتلی شي. دوی وایي چې دغه میزائیل کولای شي په سیمه کې پر اسرائیل او د امریکا پر هوایي اډو باندې برید وکړي.

XS
SM
MD
LG