د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې په دوه غبرګو چاودنو کې 27کسان وژل شویدي


د ایران مطبوعات وایي چې د دغه ملک په جنوب ختیځ کې د شعیه ګانو په یوه مسجد کې په دوه غبرګو ځانمرګو بریدونو کې 27کسان وژل شویدي او د دوه سوو نه زیات کسان ټپي شویدي.

په وژل شویو کسانو کې عبادت کوونکي او همدرانګه د ایران د سپاه انقلاب څو تنه غړي شامل دي.

دغه غبرګې چادنې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د سیستان بلوچستان د ایالت په پایتخت زاهدان کې په هغه مسجد کې وشوې چې شعیه ګان پکې راټول شوي وو او د امام حسین (رحمته الله علیه) د زیږیدو ورځ یې لمانځله.

همدارنګه په همدغې ورځ کې د ایران د سپاه انقلاب لپاره هم د درناوی مراسم ترسره کیږي.

تر دې دمه د دغو چاودنو مسؤلیت چا په غاړه ندی اخیستی خو د بلوچستان ایالت چې د پاکستان سره په ګډه پوله پروت دی، د جندالله ( یا د خدای د عسکرو) په نامه د یوه سني یاغي ډلې د فعالیت مرکز دی. پدغه ایالت کې چې زیات شمیر اوسیدونکي یې سني بلوچان دي، په شعیه ګانو باندې دا شانن حملې کیږي.

د جندالله ډلې ویلي دي چې دا شان حملې هغوي دوه میاشتې وړاندې هم د زاهدان په یوه مسجد کې کړې وې او 25 کسان یې پکې وژلي وو.

تېره مېاشت اېرانی مقاماتو دجنداله رهبر عبدالمالک رېگی دټرورزم په تور اعدام کړ. د جندالله ډلې ویلي ؤ چې د خپل مشر د وژل کیدو بدل به ضرور اخلي.

جنداله د هغې حملی مسوولېت هم منلی ؤ چه پروسږکال په اکتوبر کی وشوه او داېران دپاسداران انقلاب د څو مهمو قوماندانانو په شمول په کی اوه پنځوس کسان ووژل شول. اېران دامرېکا او برېتانېې په حکومت الزام لگوی چه دجندالله ملاتړ کوی او هدف ېې دادای چه اېران بی ثباته کړی.اېران داخبره هم کوی چه جندا په پاکستان کی مرکزونه لری. خو امرېکا، پاکستان او برېتانېه دغه الزمونه نه منی.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت مرستیال علي عبدالاهي د فارس نیمه سرکاري خبري اژانس ته ویلي دي چې دغه حملې د تروریستانو کار دی.

XS
SM
MD
LG