د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د غبرګون په توګه د بریتانیې سره اړیکې کموي


ایران د غبرګون په توګه د بریتانیې سره اړیکې کموي
ایران د غبرګون په توګه د بریتانیې سره اړیکې کموي

د ایران پارلمان یوه قانوني مسوده تصویب کړیده چې د برتانیې سره خپلې دیپلوماتیکي او اقتصادي اړیکې کم کړي.

ایران د لویدیځ د نویو بندیزونو په بدل کې، چې په تهران باندې یې د هغه هیواد د اتومي پروگرام له کبله لگولي دي، دغه اقدام کړیدی.

د پارلمان اکثریت غړو نن د ېکشنبې په ورځ رایې ورکړې چې د برتانیې سفیر دي مجبور کړی شي چې په دوو اونیوو کې د برتانیی د سفارت نه ووځي او د سفارت چارې دي شارزدافیر ته وسپارل شي. همدغه راز به د لندن سره په اقتصادي اړیکو کې هم کمۍ راشي.

دا قانوني مسوده اوس د ایران د انقلاب ساتونکۍ شورا ته چې د اساسي قانون د څارنې نهایي منبع ده، د رای گیرۍ دپاره وړاندي کیږي.

دا ننۍ رای گیرۍ د امریکا د نویوهلو ځلو سره د برتانیی د ملاتړ په خاطر انتقام گڼل کیږي. امریکا په تهران باندې فشار اچوي چې د خپل اټمي پرگرام نه دي لاس واخلي.

د برتانیې حکومت ددې میاشتې په سر کې ، د ایران په ضد د امریکا او کاناډا سره په گډه په تهران باندې بندیزونه ولگول.

ددی اقدام نه یوه اونۍ مخکي د ملگرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څارنې ادارې په خپاره شوي رپوټ کی دا خبره وشوه چې ایران د اټمي وسلو د جوړولو لپاره څیړنې کوي.

تهران وایی چې اټمي فعالتیونه یې د ملکی هدفونو دپاره دي.

XS
SM
MD
LG