د لاس رسي وړ اتصالات

ایران دمشق کې په کونسلګرۍ د برید په اړه د امنیت شورا غونډې جوړولو غوښتنه کړې


دمشق کې د ایران کونسلګري په یو هوايي برید کې ویجاړه شوې
دمشق کې د ایران کونسلګري په یو هوايي برید کې ویجاړه شوې

ایران د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې د اسرائیل د هغه هوايي برید په اړه چې د سوریې په پایتخت دمشق کې یې د ایران کونسلګري ویجاړه کړه، د بحث د پاره بیړنۍ غونډه جوړه کړي.

د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دغه برید کې د جګپوړو پوځي سلاکارانو په ګډون لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیرې زهرا ارشادي د دوشنبې په ورځ په یو لیک کې له امنیت شورا څخه وغوښتل چې "د دې جدي سرغړونې" په اړه بحث وکړي او په راتلونکي کې د داسې اقداماتو مخه ونیسي چې دپلوماټیک ماموریتونه له خطر سره مخامخ کوي.

ارشادي لیکلي: "د دغه ډول غندنې وړ عمل د پراخو نړیوالو اغیزو ته په پام سره چې کولی شي په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات کړي او په احتمالي توګه د نورو هیوادونو په شمول د لا زیاتو شخړو لامل شي، ایران د امنیت شورا څخه غواړي چې په سوریه کې د اسرائیل د رژیم لخوا دا غیر عادلانه جنایي او ترهګریز عمل په ترټولو سختو ټکو وغندي."

اسرائیل د دې برید په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

په سوریه کې د ایران سفیر حسین اکبري د دغه برید له کبله اسرائیل غندلی او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی.

اسرائیل په وروستیو کلونو کې د سوریې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې پر هدفونو په سلګونو بریدونه کړي دي. خو په اکتوبر کې په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل او د لبنان-اسرائیل په پوله کې د اسرائیل د پوځ او حزب الله جنګیالیو ترمنځ د نښتو زیاتېدو راهیسې دا شمیر مخ په زیاتیدو دی.

د دسمبر په میاشت کې دمشق ته څېرمه د اسرائیل په یو هوايي برید کې په سوریه کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو سلاکار سید رازي موسوي ووژل شو. د جنورۍ په میاشت کې په دمشق کې پر یوې ودانۍ ورته برید لږ تر لږه پنځه ایراني سلاکاران ووژل. تېره اوونۍ هم د عراق پولې ته څېرمه د سوریې په ختیځ ستراتیژیک ولایت دیرالزور کې هوايي برید یو ایرانی سلاکار وژلی و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG