د لاس رسي وړ اتصالات

ایران په منځني ختیځ کې د چین مرسته غواړي


چین او ایران سره په دیپلوماتیکو، اقتصادي، سوداگریزو او د انرژۍ برخو کې نژدې اړیکې لري.
چین او ایران سره په دیپلوماتیکو، اقتصادي، سوداگریزو او د انرژۍ برخو کې نژدې اړیکې لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د سه شنبې په ورځ له چین وغوښتل چې د منځني ختیځ د کړکیچ او ناارامیو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

په بیجنگ کې د دوه اړخیزې غونډې وروسته ښاغلي ظریف خبریالانو ته وویل چې ایران او چین د سیمه ییزو موضوعگانو په هکله یو شان نظر لري.

هغه زیاته کړه "مونږ د چین سره د یمن، سوریې او منځني ختیځ د موضوعگانو په اړه همکاري کوو او سیاسي حل لارې لټوو".

چین په دودیز ډول په سیمه کې په ټیټه کچه دیپلوماتیک رول لوبولی دی.

ښاغلی ظریف دغه راز وویل چې ایران او چین ګڼې دوه اړخیزې گټې لري. هغه زیاته کړه چې چین د ایران د تیلو ستر پیریدونکی دی او دواړه هیوادونه ورته ستونزې او فرصتونه لري.

چین او ایران سره په دیپلوماتیکو، اقتصادي، سوداگریزو او د انرژۍ برخو کې نژدې اړیکې لري. ویل کیږي چین د ایران د اټومي لانجې په هوارولو کې هم رغنده ونډه لرله.

د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د موافقې له مخې د تهران د اتومي پروگرام د اوږدمهاله کنترول په بدل کې به هغه هیواد باندې د امریکا، اروپایي ټولنې او ملگرو ملتونو لگول شوي بندیزونه لېرې کړای شي.

ښاغلي ظریف د ایران د اتومي کړکیچ په خبرو کې د چین له رول لرلو څخه مننه وکړه.

XS
SM
MD
LG